په ريو کي د المپيک لوبي پای ته ورسېدلې
د ۲۰۱۶م کال د المپيک لوبي د برازيل د ريو په مارکانا لوبغالي کي په ستر جشن سره پای ته ورسېدلې. دغه مراسم چي تر باران لاندي ترسره سول پکښې موسيقي، نڅا، کارنوال او اور لوبي وسوې.
د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د اگست ۲۱مه) ماښام په ريو کي د المپيک لوبي پای ته ورسېدلې. دغو لوبو ته د ترتيباتو په برخه کي که څه هم نارضايتۍ موجودي وې، خو د لوبو د پای مراسمو تر يو ځايه پوري جبران کړې.
ريو د المپيک لوبو د کوربه په توگه په دې وتوانېد چي د لوبو د ختم په مراسيمو کي خپل توان وښيي. په دې انځور کي د برازيل مشهوره مدل ښکاري.
د ۲۰۱۶م کال د المپيک لوبو پای په سترو اور لوبو سره ولمانځل سو.
د المپيک لوبو پای تر وريځو ډک اسمان او باران لاندي ولمانځل سو. البته د ماراکانا د ستر لوبغالی سر پټ دی او ننداره کوونکو په ارامۍ سره دغه جشن ننداره کړ.
په ريو کي د المپيک لوبو گډون کوونکي په سنتي توگه د لوبو د پای په مراسمو کي يووار بيا ټول لوبغالي ته حاضريږي او دوی له دغه بارانه ډېر خوند واخيست.
د دغه جشن په پای کي د ټولو ملتونو ورزشکاران له خپلو بيرغونو سره په ماراکانا لوبغالي کي سره راټول سول څو هم د لوبو د پای مراسم ننداره کړي او هم له نندراه کوونکو سره مخه ښه وکړي.
که څه هم د ۲۰۱۶م کال د المپيک لوبو پيل ځيني نيمگرتياوي لرلي، خو د لوبو د پای قوق العاده مراسمو وښووله چي هرڅه سم ول.
د دغو بولو کوربه برازيل د لوبو د پای په مراسمو کي خپل تاريخ او فرهنگ نندارې ته وړاندي کړ.
د جاپان لومړي وزير شينزو آبه د ۲۰۲۰م کال المپيک لوبو د کوربه په توگه په مراسيمو کي گډون وکړ.
د المپيک د نړیوالي کمېټې مشر نوماس باخ د برازيل پر وخت لس بجې او ۱۸ دقيقې د ۲۰۱۶م کال د المپيک لوبو پای اعلان کړ.
د لوبو د پای تر مراسمو ۸ دقيقې وروسته د المپيک اور هم خاموش سو. د المپيک مشعل به نژدې يونيم کال يا د ژمنيو لوبو تر پيله پوري چي په جنوبي کوريا کي ترسره کيږي، په يونان کي لگيږي.
په ماراکانا لوبغالي کي د المپيک اور تر وژلو وروسته هم مراسم روان ول.