1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زابل کي د اوو تنو د سر پرکولو په اړه غبرگونونه

۱۳۹۴ آبان ۱۸, دوشنبه

په زابل ولایت کې د تروريستانو له خوا له اوو تنو عامو وګړو څخه د سرونو پرېکولو پيښي په اړه د ولسي جرگې او حکومت غبرګونونه: دا ډول کړني له بشريت سره د ظلم وروستی حد دی.

https://p.dw.com/p/1H2JV
Afghanistan Demonstration gegen Entführung
انځور: DW/H. Sirat

ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ وویل یو شمېر مخالفين غواړي چې په ورته کړنو سره د قومونو تر منځ بې اتفاقي رامنځته کړي. جرګې له ټولو قومونو څخه غوښتنه وکړه چې د یادو توطیو ښکار نه شي او نور دې هم ملي یوالي ته کار وکړي.

اوه تنه تښتول شوي هغه هزاره ګان ول چې په تېر پسرلي کې د نامالومو کسانو له خوا په زابل ولایت کې تښتول شوي ول. د دې کسانو جسدونه د تېري یکشنبې په ورځ د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي.

ځانګړې امنیتي غونډه

ولسمشرۍ ماڼۍ هم د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره دا کړنه په کلکو ټکو غندلې او هغه یې د وسله والو مخالفينو د کمزورتیا ورستی حد بللی. په دغه خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غني د دې پېښې د عاملانو د نیولو او د هغوی له کورنیو سره د غمشریکۍ له پاره یوه ځانګړې امنیتي غونډه جوړوي

خبرپاڼي همدا شان زیاته کړې چې وسله وال مخالفين نور کمزوري شوي او یوازې د عامو خلکو، ماشومانو او ښځو څخه د سرونو په پريکولو سره په ټولنه کې وحشت خپروي.

ورته مهال ولسي جرګې په خپله عمومي غونډه کې وویل چې تروريستان د افغانستان د ټولو قومونو دوښمنان دي او په یادو کړونو سره غواړي چې د افغانستان د وګړو تر منځ د یوالي مزي پرې کړي.

د پارلمان وېره دا ده چې هسې نه په دې ډول کړنو سره چې نن د هزاره ګانو له قوم څخه له څو کسانو سرونه پرې شول بله ورځ همدا قوم د غچ اخستلو په نامه د بل قوم کسان ووژني.

د ننګرهار ولایت یو شمېر استازو د تروريستانو له کړنو څخه په یادوني سره وویل چې څه موده وړاندې ددې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې داعش ترورستي ډلي هم د ظلم انتها وکړه او آن د څو ورځو ماشوم یې دوې ټوټي کړل.

د ولسي جرګې مرستیال محمد نظیر احمدزي د دوشنبې په ورځ له یادو اوو کسانو څخه د سرونو پرې کول غیر اسلامي او غیر انساني کړنه وبلله زیاته یې کړه: «هغوی [ تروريستانو] ته خبرداری ورکوم چې په هېڅ ډول به د افغانستان د قومونو په منځ کې د بې اتفاقۍ اور بل نشي کړای. دا کړنه موږ غندو او له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د یادې قضیې عاملانو ته له قانون سره سمه جزا ورکړي

عاملين به مجازات شي

ورته مهال د حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله هم د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره له یادو اوو کسانو د سرونو پرې کول غندلي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان دوښمنان به د قومونو تر منځ بې اتفاقي رامنځته نه شي کړای.

هغه په خبرپاڼه کې ویلي: «د افغانستان دوښمنان پر هېچا، آن پر ماشومانو هم رحم نه کوي، په هر ځای او هر چایې چې وس ورسيږي یوازي جنایات تر سره کوي. دا لومړی ځل نه دی چې تروريستان د طالب، داعش، القاعده او نورو په نمونو سره افغانان قرباني کوي.»

عبدالله په خبرپاڼه کې ویلي دي چې یاد کسان به تر جدي تعقیب لاندې ونیول شي. هغه ویلي: «دا اعلان کوم چې دولت به هغه جنایت کاران تعقیب کړي او په نږدې راتلونکې کې به یې د خپل عمل پر سزا ورسوي‌چې دغه وحشيانه عمل يې کړی دی

د استازو اعتراض

د غزني ولایت یو شمېر استازو په نننۍ غونډه کې وویل چې په وار وار یې له حکومت څخه د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ د پاکوالي غوښتنه کړې خو نه ده منل شوې. هغوی وايي په دې ولسوالۍ کې د وسله وال مخالفو ډلو پټنځایونه شته چې وخت ناوخت د عامو خلکو او دولت له پاره ستونزې جوړولای شي.

دغو استازو ویل وسله وال طالبان د غزني د ځينو ولسوالیو لاري هم بندوي او په وژنو، ځورونو او تښتونو لاس پوري کوي.

یاد استازي وايي په وروستیو څو اونیو کې یې په وار وار له کورنیو چارو او دفاع وزارتونو، ملي امنیت شوا او اجرائیه ریاست څخه د دغو کسانو د آزادېدو په موخه د عملیاتو غوښتنه کړې خو کوم مثبت ځواب یې تر لاسه نه کړ.