1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زابل کي هم د کندهار په څېر عمليات پيليږي

۱۳۸۹ آذر ۲۲, دوشنبه

د افغانستان په جنوب کې د ۴۰۴ ميوند زون د پوليسو قوماندان جنرال سالم احساس وايي چي دوی پلان لري په زابل ولايت کي د کندهار په ولايت کي تر سره سوو عملياتو ته ورته پوځي عمليات پيل کړي.

https://p.dw.com/p/QWiW
امريکايي ځواکونه عملياتو ته د تياری پر مهال
امريکايي ځواکونه عملياتو ته د تياری پر مهالانځور: AP

په زابل کې په داسي حال کې د پوځي عملياتو د پيليدو لپاره تابيا نيول کيږي چې افغان پوځي کارپوهان د تير کال په پرتله د افغانستان په امنيتي پيښو کي د زياتوالي خبر ورکوي.

احساس که څه هم د ګاونډيو نورو ولايتونو په پرتله د زابل امنيتي حالت ښه ارزوي خو وايې چې دمګړۍ يوازي يوه او هغه هم د خاک افغان ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کي ده چي د دغوعملياتو په لړ کي به پر نوموړې ولسوالۍ سربيره ټولي هغه لري پرتې سيمي د حکومت تر واکمنۍ لاندي راسي چې دمګړۍ يې امنيتي حالت د ډاډ وړندی.

زابل د افغانستان يو له هغو مرزي ولايتونو څخه شميرل کيږي چې له پاکستان سره په ګاونډي توب کې پروت دی او امنيتي حالت يې هم د ډاډ وړ نه دی.

تيره ورځ د زابل په ګاونډي کندهار ولايت کي د ناټو پر ځواکونو د وسله والو طالبانو په يوه بريد کي د دغو قواوو شپږ سرتيري ووژل سول.

له دې سره په روان کال کې په افغانستان کې د وژل شوو بهرنيو سرتيرو شمير ۶۹۲ تنو ته ورسيد په داسي حال کې چي په ټول ۲۰۰۹ کال کي په افغانستان کي د وژل شوو بهرنيو سرتيره شميره يوازي ۵۲۱ تنو ته رسيده.

زابل، کندهار، هلمند، ارزګان او غزني د افغانستان هغه ولايتونه شميرل کيږي چې تر بلي هري سيمې پکښي د تشدد کچه لوړه ده.

د زابل امنيتي چارواکي وايي چي په دې ورستيو کي ګڼ شمير هغه ترهګر چي په کندهار کي د بهرنيو او کورنيو ځواکونو له لوري تر فشار لاندي نيول سوي ول ګاونډي زابل ته را اوښتي او دغلته يې امنيتي حالت کړکيچن کړی دی.

په کندهار کې څه باندي شپږمياشتي دمخه د اميد او همکارۍ په نامه عمليات تر سره سول چي پکښي د شکمنو سيمو د تلاشۍ تر څنګ د بيا رغاوني پروژې هم رواني وې.

د يادولو وړ ده چې زابل د کابل- کندهار پر لويه لاره پروت ولايت دی چي ډيری وګړی يې بې وزلي او څو کلونو وچکاليو سخت ځپلي دي.

د زابل اداري واحدونه له مرکز کلات ښار څخه لري واقع سوي او مرکزي ادارې ته هم ستونزمنه ده چي له دغو ولسواليو څخه هغسي څارنه وکړي لکه څنګه چي يې اړتيا ليدل کيږي.

د دغې سيمي خلکو په وار وار له حکومت اونړيوالي ټولني څخه غوښتي چي د دوی د ژوندانه د ښه کولو لپاره د بيارغاوني ډيري پروژي پيل کړي.

خو د سيمي د خلکو وينا ده هغسي چي د نورو سويلي ولايتونو بيارغاولو ته پام کېږي زابل ته هغسي پام ندی اړول سوی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل