1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زابل کي ۱۴۷ ښوونځي تړلي دي

محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۴ فروردین ۵, چهارشنبه

د زابل ولایت د ښووني او روزني رياست چارواکي وايي چي په تشکیل کي ۲۳۸ ښوونځي ورکړل سوي دي، خو يازي۹۰ يې فعاله او پاته ټول يې تړلي دي.

https://p.dw.com/p/1ExMt
انځور: DW/N. Behzad

د دغه ولايت د ښووني او روزني رئيس رحيم لودین وايي، د یادو ښوونځیو د تړلو له امله ۵۰۰۰۰ زده کوونکي له زده کړو څخه محروم دي.

د هغه په قول تړلي ښوونځي اکثره په ناامنیو ولسوالیو کي دي، خو بیاهم قومی مشرانو، سپین ږیرو او مخورو سیمه ییزو کسانو ورسره کلکه ژمنه کړې ده، چي په روان کال (۱۳۹۴هجري لمریز) کي به د تړلیو ښوونځیو په بیا پرانیستلو کي ورسره مرسته کوي.

د زابل ولايت د مرکز کلات د ښوونځیو زده کوونکي بیا د ښوونکو، کتابونو او چوکیو د کمښت یادونه کوي. دوی وايي، یوازي د تړلیو ښوونځیو پرانیستل مهم نه دي، بلکي په دغو ښوونځیو کي مسلکي ښوونکي، کتابونه، د زده کوونکو له پاره چوکۍ او د درسي بهیر پیاوړتيا ته ډېره اړتیا ده.

د محمد عمر او صدیق الله په نومونو ددو زده کوونکو دويچه ويله ته وويل چي په تېرښوونیز کال کي يې یوعالم ستونزي لرلې او په نوي کال کي د پوهني ریاست له مسؤلینو غواړي، چي د دوی د ښې زده کړي په موخه د یادو ستونزو په له منځه وړلو کي ورسره مرسته وکړي.

د زابل ولایت د پوهنی مسؤلین د زده کوونکو ټولي ستونزي پرځای ګڼي، خو وايي سږکال یې کلک هوډ کړی دی، چي د خلکو او مرکزي دولت په مرسته به د ښووني او روزني په بهیر کي د سته ستونزو په له منځه وړولو کي ډېري هڅي کوي.

زابل د کندهار او کابل پر لویه لار پروت ناامنه ولایت دی، چي خاک افغان ولسوالي يې تراوسه لا د وسله والو طالبانو په لاس کي ده.

د شننونکو په اند، په دغه ولایت کي د «داعش» په نامه د نوي مخ پټي وسله والي ډلي پيدایښت هم د ښووني او روزني پر بهیر خپل سیوری غوړولای دی.