په زابل کې ځانمرگي برید ۷۳ تنه ټپیان کړل
۱۳۹۴ خرداد ۴, دوشنبهد زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغه پیښه د دوشنبې په سهار د لسو بجو په شا او خوا کې د یوه مزدا موټر چې پکښې تر ۱۰۰۰ کیلوگرامه زیات چاودیدونکي توکي بار ول، په واسطه رامنځ ته شوې ده. پیښه د زابل ولایت شورا ودانۍ مخې ته شوې. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې «په پیښه کې د ۱۶ ښځو په شمول ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.»
نوموړي په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې ټپیان د کلات روغتون ته انتقال شوي دي، چې پکښې د څلورو تنو روغتیایي وضعیت د انديښنې وړ دی او په وینا یې دغه کسان کندهار ته انتقال شوي دي.
تر دې د مخه د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې د زابل ولایت د پولیسو د مشر میرویس نورزي، له قوله لیکلي وو چې د دوشنبې په ورځ دغه پیښه د ولایتي شوری د ودانۍ په دوخلي دروازه کې وشوه. په رپوټ کې راغلي دي چې چاودنه د یوه لوی موټر بم په واسطه رامنځ ته شوې ده. نوموړي چارواکي په پيښه کې د یوه تن د وژل کیدو او بیا ۴۰ تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکړی دی.
فراهی ویلي دي چې د چاودني له امله د ولایتي شورا، کلیو پراختیا او څارنوالۍ ریاستونو ودانیو او په سیمه کي ځیني کورونو ته زیان اوښتی دی. د مرگ ژوبلې د شمیر د لوړیدو انديښنه هم ښوول شوی ده.
د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستي ده.