1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زرونو افغانانو ته امريکا ته د تگ ویزې ورکول کيږي

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ تیر ۱۰, پنجشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د سنا استازو د چهارشنبې په ورځ پريکړه کړې، څو ۴۰۰۰ نورو هغو افغانانو ته ویزې ورکړي چې د امریکا په مشرتوب ائتلاف سره یې کار کړی او ژوند يې د طالبانو له گواښ سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/1JGaH
انځور: DW/A. Passenheim

د امريکا سنا د بوديجې د بېلولو کمېټې۳۰ غړو په یوه خوله د هغه څه په پلوۍ رای ورکړه چې د بهرنیو عملیاتو د لگښتونو لایحه تصویبوي. هغه کمېټه چې اضافي ویزې ورکوي په اصطلاح د «سپیشل امیگرنټ ویزه پروگرام» د یوه بل کال له پاره غځوي.

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې ملکي افغانانو په افغانستان کې له ائتلافي ځواکونو سره د ترجمانانو، ساتونکو او د ساختماني چارو د کارگرو په توگه کار کړی دی. خو طالبان هغوی غداران بولي.

په افغانستان کې هم د امریکایي ځواکونو لوی قوماندان جان نیکلسن، له کانگرس څخه غوښتي ول چي د کډوالۍ د ځانگړي پروگرام موده وغځوي، څو دغه کسان پناه واخیستلای شي.

سناتور جین شاهین د دغه پروگرام پر دوام باندي ټینگار وکړ او خپلو همکارانو ته یې وویل چې ډیر امریکایان چې په افغانستان کې یې دنده تر سره کړې ده د هغو افغانانو چې خپل ځان یې په خطر کې اچولی وو په مرسته ژوندي پاته دي.

شاهین زیاته کړه: «که چیري کانگرس د دغه پروگرام په تمدیدولو کې پاته راشي نو دا به ښایي د ډیرو هغه افغانانو له پاره چې زموږ له پوح او ديپلوماتانو سره اوږه پر اوږه ولاړ ول، د مرگ سزا وي.»

شاهین او د ایریزونا سناتور جان مکین چې د سنا د وسله والي جرگه گۍ مشر هم دی د رواني میلادي میاشتې په سر کې هڅه کړې وه چې د کلنۍ دفاعي بوديجې په پالیسۍ کې په تعدیل راوستلو سره د ویزې د ورکړې پروگرام تمدید شي. خو د کړنلاري شخړه د زیاتره تعدیلونو پر سر د بحث او د هغې د قانوني کیدو مخه نیسي.

د سنا مجلس په اصلي مسوده کې استازو د نورو ۴۰۰۰ اضافي ویزو له پریکړي سره مخالفت ښوولی وو. هغوی دغه پروگرام د یوه کال له پاره غځولی وو خو د هغو افغانانو چې د پوځي اډو او امنیتي تاسیساتو دباندي یې کار کړی وو د ویزې پر ورکړي محدودیتونه وضع کړي ول.

کانگرس یوازي په تیرو دوو کلونو کې دغه پروگرام ته نوري ۷۰۰۰ ویزې ورزیاتې کړې څو اړتیا ته ځواب وویل شي او د اوباما ادارې د بوديجوي کال له پاره چې د اکتوبر پر لومړۍ نیټه پیلیږي د نورو ۴۰۰۰ ویزو غوښتنه کړې وه.

اسوشتید پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۴م کال له دسمبر میاشتې راهیسې نژدې ۳۰۰۰ هغو افغانانو ته چې له ائتلافي ځواکونو سره یې کار کړی د کډوالۍ ځانگړي ویزې ورکړي دي. په زرونو نوري وېزې د هغي پروسې له لارې ارزول کیږي چې له پیل څخه تر پای پوري ۲۷۰ ورځې وخت نیسي.

د امريکا د کانگرس د بوديجې د دفتر د اټکل له مخې ۴۰۰۰ اضافي ویزې به په راتلونکو لسو کلونو کې ۴۴۶ میلیونه امریکایي ډالره لگښت ولري.