1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په زرونو رد سوي مهاجر کولای سي په جرمني کي پاته سي»

۱۳۹۵ بهمن ۶, چهارشنبه

سياستوال تل د ردسوو مهاجرو د بشپړ اخراج غوښتنه کوي، خو هغوی دا هیروي چي ځیني وختونه هم داخلي او هم نړیوال قوانین د په لسونو زرو ردسوو مهاجرو د اخراج مخنیوی کوي.

https://p.dw.com/p/2WLkp
Deutschland Männer in Sammelunterkunft
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst

د جرمني د پروتستانتو کليساوو خبري آژانس (epd) د راپور له مخي په دغو په لسونو زرو رد سوو مهاجرو کي په زرونو داسي کسان سته چي سمدلاسه اخراج کيدلای نه سي، ځکه هغوی ته د (دولدونگ) يا د اخراج د ممانعت ويزې ورکړل سوي دي چي کيدای سي د اخراج پروړاندي د خنډونو له امله په کلونو په جرمني کي پاته سي.

په جرمني کي د «ادغام د خدماتو په برخه کي د رسنيو مرکز» (Mediendienstes Integration) د کارپوهانو د تشريح پراساس، حتی که یو مهاجر چي د اقامت هیڅ ډول اجازه هم نه ولري او غوښتنه نه وي ځني سوې چي له جرمني څخه ووزي، کیدلای سي اخراج یې وځنډیږي او حتی هغه له منځه ولاړ سي.

خپل هيواد ته د يوه مهاجر د بيرته لېږلو پروسه هغه وخت ځنډيدلای سي او د «دولدونگ» (د اخراج د ممانعت ويزه) ورکول کیږي چي:

ـ که ایالتي چارواکي د «نړیوالو قوانینو یا بشري دلایلو له کبله» د هغه اخراج حداکثر د درو میاشتو له پاره وځنډوي.

-که یوه بهرني حرفوي زده کړي پيل کړي وي.

ـ که مهاجر يا مهاجره يو داسي کوچنی ولري چي سن يې تر ۱۸ کلنۍ کښته، او د اقامت اجازه ولري.

ـ که له نورو هغو کسانو سره نژدې خپلوي ولري چي «دولدونگ» ورکړل سوې وي.

ـ که یو ډاکټر یې تصدیق وکړي چي اخراجیدونکی کس سخته ناروغي لري.

ـ که داسي حقوقي دلایل وښيي، چي هغه د اخراج مخنیوی کولای سي، لکه د سفر نامکمل اسناد یا هیڅ پاسپورت و نه لري.

د ۲۰۱۶م کال په نیمايي کي په جرمني کي شاوخوا۵۵۰۰۰۰ مهاجرو ژوند کاوه، چي د پناه غوښتنه یې رد سوې وه، خو له حتمي اخراج سره یوازي تقریباً ۵۳۰۰۰ مهاجر مخامخ ول. نورو ټولو رد سوو مهاجرو د دغه هيواد د مهاجرو له فدرالي ادارې څخه مختلفي اقامې، لکه دولدونگ يا داسي ويزې چي د اخراج ممانعت کوي، تر لاسه کړي وې.

د دغي ادارې د معلوماتو له مخي، د ۲۰۱۶م کال د جون مياشتي له۳۰ نېټه څخه په جرمني کي ردسوو مهاجرو ته په لاندي دلایلو سره «دولدونگ» (د اخراج د ممانعت) ویزې ورکړل سوي دي:

ـ ۳۷۰۲۰ کسانو ته د سفر کولو د نامکمل اسنادو په سبب.

ـ ۱۰۶۲۰ کسانو په دې خاطر چي په يوې ځانگړي ډلي پوري ئې اړه لرله يا ئې ځانگړو حکومتونو ته بيرته نه سوای ورلېږلای.

ـ ۳۴۰۷ کسانو ته د عاجلو بشري او یا شخصي دلایلو له کبله (لکه د کورنۍ د ناروغانو پالنه).

ـ ۲۵۱۰ داسي کسانو ته چي له هغو کسانو سره چي دولدونگ ورکړل سوی وو خپلوي لرله.

ـ۱۷۶۲کسانو ته د صحي دلایلو په سبب

ـ ۲۹۳ ميندو او پلرو ته په دې خاطر چي نابالغه کوچنیان لري.

ـ ۱۰۷۴۰۰ کسانو ته د نورو دلايلو له کبله.

نور مطالب: