1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په زرونو مهاجر به مسلکي و روزل سي»

۱۳۹۴ بهمن ۱۶, جمعه

په پلان کي ده چي په راتلونکو دوو کلونو کي په آلمان کي د څو ميليونو يورو په لګښت، ځوانو پناه غوښتونکو ته مسلکي روزنه ورکړل سي. په دې کي به هغه مهاجر شامل نه وي چي د لنډ وخت له پاره پاتيږي.

https://p.dw.com/p/1HqKK
انځور: picture alliance/dpa/G. Fischer

د آلمان حکومت او په دغه هيواد کي د کارګرو اتحاديې، د جمعې په ورځ د پناه غوښتونکو د مسلکي روزني په تړاو يو پروګرام معرفي کړ. د دغه پروګرام له مخي په پام کي ده چي په راتلونکو دوو کلونو کي د څو ميليونو يورو په لګښت د ځوانو پناه غوښتونکو له پاره د مسلکي زده کړي آسانتياوي برابري سي.

دغه ابتکار ته «مسلکي زده کړو ته د پناه غوښتونکو لار» نوم ورکول سوی دی. د آلمان د ښووني او روزني وزيري يوهانا وانکا د دغه پروګرام په تړاو معلومات ورکړل. هغې وويل چي په دغه پروګرام کي د ګډون له پاره هغه پناه غوښتونکي غوښتنليک ورکولای سي چي عمرونه يې د ۱۸ او ۲۵ تر منځ وي او ښوونځي يې پای ته رسولي وي. د پلان له مخي به په زياته بيا د ښځينه پناه غوښتونکو له پاره زياتي هڅي کيږي چی مسلکي روزنه تر لاسه کړي.

دغه پروګرام صرف د هغو پناه غوښتونکو له پاره دی چي يا خو قبول سوي وي او يا «دولدونګ» ورکړل سوی او يا هم د کار کولو اجازه يې ترلاسه کړې وي. خو هغه پناه غوښتونکي چي له «خوندي هيوادونو» څخه آلمان ته راغلي، هغوی ته به په دغه پروګرام کي ونډه نه ورکول کيږي.

د دې تر څنګ هر هغه پناه غوښتونکی چي په دغه پروګرام کي برخه اخيستل غواړي، بايد چي د آلماني ژبي او د ادغام کورسونه يې لوستلي وي.

په آلمان کي د کار موندنې ادارې رئيس هانس يورګن وايزه، ويلي دي چي کوښښ بايد وسي، څو د مسلکي زدکړو د دغه پروګرام تر څنګ د آلماني ژبي د زده کړي پروسه هم ممکنه وي او ادامه ولري.

و آلمان ته د راغلو پناه غوښتونکو تر نيمايي زياته برخه داسي کسان دي چي سن يې تر ۲۵ کلنۍ کښته وي. په آلمان کي په ۲۰۱۵م کال د مسلکي او کسبي زده کړو له پاره ۱۷۰۰۰ داسي ځايونه ول چي ټول کال خالي پاته سول، ځکه چي علاقه مندان يې نه ول.

تر هغه مخکي کال کي حتی ۲۰ زره د مسکلي زده کړو ځايونه خالي پاته ول. په آلمان کي د کارګرو مرکزي اتحاديې ژمنه کړې ده چي په راتلونکو دوو کلونو کي به پناه غوښتونکو ته د مسلکي زده کړو ۱۰ زره ځايونه برابر کړي. په دې توګه سره دغه اتحاديه هيله لري چي په اړونده کسبونو کي تشي ډکي کړي.

د آلمان د تعليم او تربيې وزيري وانکا پر دې ټينګار وکړ چي پناه غوښتونکي بايد د دغه پروګرام په ترڅ کي د دې فيصلې حق ولري چي چيري تلل غواړي.

د هغې په وينا په سختو قواعدو جوړولو سره څوک نه سي کولای چي پناه غوښتونکي په دې قانع کړي، څو له ښارونو څخه و کليو ته ولاړ سي.

د کارګرو د مرکزي اتحاديې رئيس هانس پېټر ؤلزايفر ويلي دي چي د دې تر مخه چي پناه غوښتونکو ته د مسلکي زدکړو په پروګرام کي ځای ورکړل سي، بايد دا معلومه سي چي ايا پناه يې منل سوې که څنګه.

نوموړي زياته کړې «دا هم بايد يقيني وي چي هغوی د پېل سوو مسلکي زده کړو د پای ته رسولو له پاره په آلمان کي د پاتېدو اجازه لري او له هغه وروسته دوه کاله کار کولای سي.» دا هغه څه دي چي د پناه غوښتني په تړاو د آلمان حکومت د ځانګړو قواعدو او قوانينو په بنډل کي ځای لري.

د آلمان د تعليم او تربيې وزارت به د پناه غوښتونکو د مسلکي روزني له پاره ۲۰ ميليونه يورو لګوي. د آلمان د کار ادارې مامورين او دفترونه به د مسلکي ځايونو له پاره غوښتنليکونه ارزوي او په ليوالو کسانو کي به انتخاب کوي.