1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زرو هاوو هسپانویانو د پوهني د سیاست پر ضد مظاهرې وکړې

۱۳۹۱ خرداد ۳, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/150Pp

په هسپانيه کښي په لس هاوو زرو ښوونکو،استادانو،محصلينو، زده کوونکو او د هغو والدینو د پوهنې په برخه کښي د سپما د پروګرام پر ضد مظاهرې وکړې. د مظاهره کوونکو د سازمان ورکونکو په حواله يوازې په مادريد کښي تر ۱۰۰۰۰۰ اضافه کسانو مظاهرو ته وتلي ول.

د پوليسو په حواله په بارسيلونا کښي ۲۵۰۰۰ کسانو په مظاهرو لاس پوري کړ خو سازمان ورکونکي د ۱۵۰۰۰۰ مظاهره کوونکو څخه خبري کوي. په مظاهرو کښي د ګډون له پاره ۷.۵ مليونه زده کوونکو او محصلينو او همدارنګه ۱.۵ مليونه ښوونکو او استادانو ته بلنه ورکړل سوې وه.