1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سرحد آيالت کې د فلمونو پلورونکو ته گواښ شوی دی

۱۳۸۶ خرداد ۱۸, جمعه

د پاکستان د شمال لويديځ ولايت په سوابي سيمه کې مشکوکو اورپکو د سي ډي گانو پلورونکو او د کيبل ټلويزيون چلونکو ته گواښ کړی دی چې بمونه به والوځوي که نوموړي خپل تجارت د جون تر پنځه لسمې نېټې پورې پرې نه ږدي.

https://p.dw.com/p/DKEA
په اردو ژبه د اورپکو پيغام کې راغلي دي چې د بدلمنۍ د فلمونو او سي ډي گانو خرڅلاو دې بند شي
په اردو ژبه د اورپکو پيغام کې راغلي دي چې د بدلمنۍ د فلمونو او سي ډي گانو خرڅلاو دې بند شيانځور: AP
د «داون» په نامه پاکستانۍ ورپاڼه کاږي چې په اردو ژبه باندې د اورپکو پيغام کې راغلي دي چې د بدلمنۍ د فلمونو او سي ډي گانو خرڅلاو دې بند شي که نه نو دکانونه به والوځول شي. په تېرو مياشتو کې د پاکستان په سرحدي سيمو کې وار په وار د موزيک پلورنځۍ په هوا الوځول شوي دي. د پاکستان په قبايلي سيمو کې په افغانستان کې د طالبانو په څېر يو ذهنيت رامنځ ته شوی دی. په دې لړ کې د دلاک، سلمانۍ يا نايانو پر دکانونو باندې هم بريدونه شوي دي ځکه چې د سړو ږيري يې خرېيلې.