1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سريلانکا کي د جګړې فاتحين د ولسمشرۍ لپاره په سياليو کي سر ولاړ دي

۱۳۸۸ بهمن ۸, پنجشنبه

په سريلانکا کې کورنۍ جګړې 35 کاله دوام وکړ او اټکل کيږی چې د 100.000 تنو د ژوند په بيه به تمامه سوې وي او دا له دغې پنځه ديرش کلنې جګړې وروسته په دغه هيواد کې د ولسمشرۍ لومړنۍ ټولټاکنې دی...

https://p.dw.com/p/LinE
35 کاله مهيندرا راجاپاسکا او سارات فونيسکا د هيواد په شمال کې د «تاميلی پړانګانو» پر ضد څنګ په څنګ جګړه وکړه.
35 کاله مهيندرا راجاپاسکا او سارات فونيسکا د هيواد په شمال کې د «تاميلی پړانګانو» پر ضد څنګ په څنګ جګړه وکړه.انځور: AP

له شلو کسانو څخه زياتو کسانو، څه ناڅه 14 مليونو ټاکونکو ته ځانونه وروپيژندل. خو په دغه سيالۍ کې اوسنی ولسمشر مهيندا راجاپاسکا او سيالۍ ته د ده راپاروونکی، د پوځ پخوانی اعلی قوماندان سارات فونسيکا به وروستی سيالی کې ودريدل. دواړه د هيواد د سينغالی له ډيرکيو څخه دی. د تاميلو لږکي به ډيره لږه ونډه په راتلونکی حکومت کې ولری. د نورو جزياتو په اړه پريا ايسيلبورن داسې راليکی:

35 کاله مهيندرا راجاپاسکا او سارات فونيسکا د هيواد په شمال کې د «تاميلی پړانګانو» پر ضد څنګ په څنګ جګړه وکړه او حتی سره دوستان وو. اوس له څو مياشتو راهيسې چې د تاميلی پړانګانو په وړاندې بری ترلاسه شوی، ديو بل سخت مخالفين ګرځيدلي دی. ځکه نو د جګړې له پايته رسيدو وروسته دواړو ځانونه په ټولټاکنو کې ولسمشرۍ ته کانديد کړل. دواړه په هيواد کې په سينغالی ډيرکيو پورې اړه لری. خو يوازی يوتن کولای شی په ټولټاکنو کې بري ته ورسيږی. او دواړه په تاميلی پړانګانو پوځی برﺉ د ځان بولی. ولسمشر راجاپاکسا ځان روحانی پلار بولی. د ده د سيال فونسيکا، د ستراتيجيست په ډول قدر کيږې چې د جګړې په ډګر کې يې بری ممکن کړ. د سريلانکا د ملی سولې استازې جهان پيريرا د ولسمشر راجا پاکسا د ضعفونو او قوت په اړه داسې وايي:

« دا په ځانګړی ډول اړين نه دی چې ولسمشر له خپلو دريو وروڼو سره د قدرت مرکز چلوی. يو لامل د دې لپاره شته چې ولسمشر په خپلو وروڼو اعتماد لری، دا چې دوی له ده سره مرسته کوی څو قدرت وساتی. خو د ده په خپل حکومت کې ډير کسان له دې سره مخالف دی. دوی تل د اداری فساد او د قدرت د مرکزی کولو په هکله اوری. دا د ده لپاره ښه نه ده. ځکه دﺉ هغه لارښود وو چې ويی کولای شول په تاميلی پړانګانو بری ترلاسه کړی، هغه څه چې نړيوالو څارونکو هم ممکن نه بلل.»

راجا پاکسا د 24 کلنی په عمر د سريلانکا د پارلمان تر ټولو ځوان غړی وو. د مسلک له پلوه مدافع وکيل اود سريلانکا د سهيل له يوې وتلی کورنی څخه دی. ډير وخت دﺉ يو ايډياليست او د بشری حقونو د ملاتړ کوونکي په توګه پيژندل کيده. خو د ده د پرون شهرت اوس خراب شوی دی. ځکه د 2009 کال د مې په مياشت کې کله چې کورنۍ جګړه پايته رسيده، ده څه ناڅه 300.000 تاميلی ملکی وګړی د کډوالو په کمپونو کې په بدو انسانی شرايطو کې سره ځای په ځای کړل. ده د بشری حقونو ټولنو ته تل ټينګار کاوه چې د هيواد شمال او ختيځ د تاميليانو په واسطه په ماينونو فرش شوی دی او لومړی بايد دوی ته په هغه ځايونو کې بيرته د ژوند شرايط مساعد شی.

څه شی چې د ټولټاکنو په پروګرام پورې اړه لری، نو د ده سيال فونسيکا له ده څخه چندان توپير نه لری. دﺉ هم له پخلاينې او اقتصادی ريفورمونو څخه چې د دغه هيواد راتلونکې تضمين کړی، غږيږی. خو د ده تر شا له سياسی پلوه په ټوټې ټوټې شوې سريلانکا کې د ډيرو اپوزيسيون ګوندونو يوه پياوړې جبهه ولاړه ده.

د خلکو د ديموکراتيکې جبهې غړﺉ، او د پارلمان تاميلی غړﺉ مانو ګانيسان هم د فونسيکا ملاتړ کوونکی دی، دﺉ په دې نظر وو چې:

«دا ټولټاکنې زموږ تاميليانو لپاره لارښودونکي دی. موږ بايد دغه رژيم ليری کړو. موږ بدلون ته اړتيا لرو. موږ د قدرت د ويش لپاره ريښتينی سياست ته اړتيا لرو. سارات فونسيکا کولای شی بدلون راولی او له هغه پرته بل څوک په راجاپاکسا نه شی بريالي کيدای.» خو دا د ده په زړه ونه شول.

راجاپاکسا چی مخکې لومړی وزير وو د 2005 کال په ټولټاکنو کې يې د خپل سيال په وړاندې په زيات واټن بری ترلاسه کړ. حتی هغه وخت هم په ټولټاکنو کې له درغلۍ څخه يادونې وشوې. ډيرو تاميليانو ټولټاکنې بايکاټ کړی. راجاپاکسا د خپل وخت له ختميدونه دوه کاله مخکې نوې ټولټاکنې راوبللی څو په تاميل باندې د خپل بری له شهرت څخه استفاده وکړی. او س راجاپاکسا د ټولټاکنو په سلو کې څه ناڅه 60 د ځان کړې. وليدل شو چې د 300.000 کډوالو تاميليانو په ژوند کې به بدلون راشی او که نه؟ او د تاميلی لږکيو غوښتنې به په حکومت کې په نظر کې ونيول شی او که نه؟

Esselborn/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل