1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سرپل ولايت کي د ولایتي شورا لپاره د کانديدانو تر مينځ سيالۍ

۱۳۸۸ مرداد ۲۱, چهارشنبه

په هیواد کی دراتلونکی ولسمشری اوولایتی شوراګانو لپاره دکمپاینونو لړی چی دغبر ګولی یاجوزا په ۲۶ نیټه پیل شوی په چټکتیا سره پرمخ روانه ده...

https://p.dw.com/p/J8Fu
مېرمنو ته د انتخاباتو په اړه معلومات ورکول کيږي
مېرمنو ته د انتخاباتو په اړه معلومات ورکول کيږيانځور: Alizadah / DW

په هیوا د کی دتیرو ۳۰ کلنو جګړو اوناخوالونه خلکوته خوراترخی خاطری ورپاتی دی چی شمال هم له د غه ټپ نه بی برخی ندی پاتی خو په دغه سمت کی سر پل هغه ولایت دی چی ویل کیږی امنیت یی اوس محال نسبتا ښه خو ژبنی اوقومی تبعیض لاهم پکښی په خپل ځای پاته دی. په دغه ولایت کی پښتانه عقلیت خوددوی په وینا ځمکی شخصی کورونه اوجایدادونه یی دزای واک دارانو لخوا غصب دی. په دغه ولایت کی حاجی نادرشاه هغه څوک دی چی دپښتنو دشورالخوا ولایتی شوراته کاندید اودی په دی ټینګارکوی که چیری ګټونکی شی نود ده دکارپه لومریتوب کی به په سر پل ولایت کی دخلکو اوبیاپه ځانګړی توګه دپښتنو دستونزو آوارول وی.

نوموړی وایی « لکه څنګه چی ټولو ته څرګنده ده په سرپل ولایت کی د قومی اوژبنی تبعیض اود پخوانیو ناخوالو له کبله دپښتنو ډیری ځمکی او شخصی جایدادونه غصب او له ډیرو ستونزو سره لاس اوګریوان دی اودوی دولایتی شوراپه لومړی دوره کی کوم آستازی نه درلو د نوکه چیری زه ګټونکی شم زما دکار په لومړی توب کی به دقومو نو یوموټی کول او خپلو خلکو دحقوقونه دفا عی وی » نوموړی هیله څرګنده کړه چی دیوه عادل نظام په رامنز ته کیدوبه دغه ستونزی آواری شی اوله خلکو یی وغوښتل ترځو د ولسمشر اوولایتی شو را کی دخپل استازی په ټاکنه کی پوره پاملرنه ولری.

ددغه ولایت اوسیدنکی هم دتیری ولایتی شوراپه اړه بیلابیل نظر یات لری ددغه ولایت یواوسیدنکی شاولی خاکساروایی « تیری ولایتی شورا دخپلو خلکو لپاره ترخپل حد اوتوان پوری کارکړی خولکه څنګه چی لازمه وه هوغومره نه اودخلکو ستونزی ندی آواری شوی اوزموږ هیله دراتلونکو وکیلانونه داده چی خپلوخلکوته خدمت وکړی » ددغه ولایت دګوسفندی دولسوالی یوبل اوسیدونکی حاجی خیرالدین وایی « په لومړی دوره کی زموږ دخوښی نوماندان بریالی نه شول اوداځل موږ هیله مندیو چی دخوښی کاندیدان موبریالی شی اوکه نه نوبیابه هم په اسطلاح سره سغیران پاتی شو » دغووګړو له خلکو وغوښتل توڅو هغه کس ته رای ورګړی چی د خپل ملت اوخلکو لپاره زړه سواندی وی .

دا چی ددغه ولایت اکثره وګړی دتیروولایتی شوراله کړنونه چندان رضایت نلری په دی اړه می ددغه ولایت دولایتی شوراله یوی غړی میرمن ثریا احمد یارنه چی ددوهمی دوری لپاره یی بیا هم زان کاندید کړی وپوښتل دی وویل « دا چی خلک وایی کاندیدانو هیڅ ندی کړی دایونظردی اونظردهرچاحق دی اوکولای شی چی وړاندی یی ګړی خولکه څنګه چی ویل کیږی داسی نده پخوانیوغړیو ترډیره حده هڅه کړی چی دخپلوخلکو ستونزی له دولت سره شریکی کړی اوپه دی برخه کی لاس ته راوړنی هم لری خوتاسووګوری زموږ هیواد ۳۰ کلونو ناخوالو اوجګړو زپلی دی اوموږ نه شوکولای چی په څلورو اویاهم په پنځوکلونوکی تولی ستونزی آ واری کړو »

میر من ثریا بیاهم ټنګار وکړ که چیری دا بیا دولایتی شوراغړی شی نودخپلو خلکو دستونزو داوا ری په برخه کی به لازیاتی هلی زلی وکړی .

د سر پل ولایتی شورا ۹ څوکی لری چی ۳ دمیرمنو لپاره دی او۵۹ تنه اوس ددغوڅوکیو دګټلو لپاره سیالی کوی اودغه ولایت ۸۰ په سلو کی غرنی اود اټکل لمخی څه دپاسه ۵ سوه زده نفوس لری چی له دغه شمیر څخه څه دپاسه دوه سوه دیر ش زرو کسانو درای ورکولو کارتونه آخیستی اوداچی څومره به یی په رای ورکولو کی ګډون وکړی دابه دزمری د۲۹ نیټی ورسته څرګنده شی .

عبدالحميد صافی/ سرپل

کتونکی. زيارمل
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل