1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سرپل کي يو بشپړ کلی سيلاب وړی دئ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

په سرپل ولایت کي د تیري شپې سیلابونو له کبله تر سلو ډیرکسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لادرکه سوي دي.

https://p.dw.com/p/14r76
انځور: DW

ددغه ولایت والي عبدالجبارحق بین دویچه ویله پښتو ويب پاڼي ته د تليفون پر لیکه وویل، چي تیره شپه ددغه ولایت په غرنیو سیمو کي د ډير باران د اورېدول له امله سلابونه راغلي او يو کلی ئې په بشپړه توگه له منځه وړی دئ:

«په سوزمه قلعه ولسوالۍ پوري اړوند د مارده په نوم یوکلی په بشپړه توګه سیل وړی دئ، چي دمګړی د۲۰ کسانو مړي او دوه ټپیان مندل شوي دي او تر۸۰ ډیرکسان چي ډیری ئې مېرمني اوماشومان دي لادرکه شوي دي.»

حق بین وايي په دغه کلي کي تیره شپه یو واده وو او د پیښي ډیری قربانیان په واده کي ګډون کوونکي دي.

د والي په ونیا اوس مهال سیمي ته د مرستو لړۍ او د ورکو کسانو د پلټني عملایت پيل شوي دي.

والي وايي، چي دغه اورښت چي په ورستیو کلونو کي بې ساری وو داسي ویره شته چي په غرنیو سمیو کي ئې نور ځاني او مالي تلفات هم اړولي وي.

هغه وويل، چي د ولسوالیو له دولتي چاروکو سره د اړیکو د شکېدو له کبله نور معلومات په واک کي نه لري.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل