1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سرپل کې ځانمرګي برید څلور کسان ووژل

۱۳۹۱ خرداد ۲۲, دوشنبه

د افغانستان په شمالي ولایت سرپل کې یو ځل بیا د سړک د غاړې یوه ماین د ملکي وګړو ژوند واخیست. په پېښه کې یوه امیدواره میرمن او د هغې د کورنۍ درې نور غړي وژل شوي دي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/15ByW
انځور: Reuters

د چارواکو په خبره پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې دغه میرمن د ولادت له پاره روغتون ته لیږدول کیده. د هغې د کورنۍ غړي هم ورسره یو ځای روغتون ته روان ول چې د خپلې کورنۍ نوی غړۍ له ځان سره بیرته کور ته راوړي.

خو هغوی نه پوهیدل چې دا د هغوی د ژوند وروستی سفر دﺉ. د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي، د دې پېښې پړه پر طالبانو باندې اچولې ده. هغه ویلي دي:

«دغه ښځه روغتون ته د ولادت له پاره لیږدول کیده. په لاره کې د هغې موټر پر یوه ماین باندې چې د طالبانو له خوا ښخ شوی وو برابر شو. د ماین د چاودلو له کبله هغه او د درې خپلوان ئې وژل شوي دي.»

د سرپل ولایت یوه سیمه ییز چارواکي د پېښې پخلی کړی دئ او ویلي ئې دي چې هغه موتړ چې دې کورنۍ پکښې سفر کاوه، یو امبولانس وو.

طالبان په افغانستان کې ډیر وخت د افغان او بهرنیو امنیتي ځواکونو د په نښه کولو له پاره د سړک د غاړې ماینونه ځای پر ځای کوي، خو ډیر وخت په دغه ماینونه ملکي وگړي وژني.

په تیرو کلونو کلونو کې هر کال د ملکي وگړو تلفات د ډیریدو په حال کې ول. یوازې په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې د بیلابیلو پېښو په پایله کې ۳۰۲۱ ملکي وگړي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) خبر ورکړی دﺉ چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه د تیر کال د عین وخت په پرتله ۲۱ سلنه راټیټه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په خبره د افغانستان د دولت وسلوال مخالفین د ۷۹ سلنه ملکي تلفاتو عاملین دي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او نړیوال ځواکونه د نهه سلنه ملکي تلفاتو پړه پر غاړه لري او د تلفاتو د پاتې برخې عاملین لا معلوم نه دي.

په تیرو کلونو کې د طالبانو د جگړې په تخنیکونو کې بدلون د ملکي تلفاتو د ډیریدو اصلي لامل ښوول شوی وو. ځکه چې ځانمرگي بریدونه او د سړک د غاړې ماینونه چې اوس د طالبانو له اصلي تخنیکونو څخه شمیرل کیږي ډیر وخت ملکي کسان وژني.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض