1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سعودي عربستان کي د کوچنيانو سره د جنسي اړيکو پر ضد کمپاين

۱۳۸۹ فروردین ۳۰, دوشنبه

دکمپاين څخه هدف نه يوازي دادی چي د کوچنيانو څخه سمه ساتنه وسي، بلکي غوښتل کيږي چي پردې ستونزو باندي بحث وسي. داچي په سعودي عربستان کي کورني مسايل يو ډول پټ ساتل کيږي نو د کوچنيانو سره د جنسي اړيکو پيښي هم پټي ساتل کيږي..

https://p.dw.com/p/N0S1
د کوچنيانو څخه ناوړه استفاده
د کوچنيانو څخه ناوړه استفادهانځور: BilderBox

د کوچنۍ ګوسُون په ژوند کي پر هغې باندي پروسږکال د شهادت غوندي عذابونه تير سول .

پلار خپله لور د اوسپني په سيخانو او ځينځيرانو باندي ووهل ،دا يې پر مخ باندي ووهل ، په ورځو ورځو يې د کړکۍسره وتړل ، اووږې تږې يې پريښول .

په 2006 م کال کښي ګوسُون فقط د 9 کالو وه،چي ددغه کړاو او عذاب څخه مړه سوه. ددغه جنايت له کبله د سعودي عربستان خلګو تکان وخوړۍ.

هغه کمپاين چي د کوچنيانو په مقابل کي د بدرفتارۍ په نامه په سعودي عربستان کښي د بشر د حقوقو د ملي ټولني په چوکاټ کښي شروع سوی دی، د وژل سوي نجلۍ ګوسُون نوم ورکول سوی دی. ګوسُون په عربي کښي د څانګي او ښاخلې په معنی دی.

کمپاين ته چي د «ګوسُون الرحمه » نوم ورکول سوی دی . داسي يوه مشکل ته اختصاص سوی دی، چي په سعودي عربستان کښي ډيری ورڅخه ناراضه دي.

په سعودي کښي تقريباً هره ورځ د کوچنيانو په مقابل کي د ناوړه چلند قضيې ثبتيږي. د بشر د حقوقو دپار د ملي ټولني څخه حسين ال شريف وايي، چي ددغو پيښو 17 فيصده د جنسي تيري په باب دي.

«پر کوچنيان باندي جنسي تیری اکثره په کورو کښي تر سره کيږي، ځکه کور يو شخصي ماحول دی، او عام خلک يې نسي ليدلای . هلته جنايت هم ژر نه رسوا کيږي .. عاملين اکثره خپلوان ، موټروانان او يا محافظين وي.»

د کوچنيانو په مقابل کي ناوړه چلند او تيری د کورو دباندي هم رامنځته کيږي، په کوڅو يامکتبو کښي . »

ددغه کمپاين په چوکاټ کښي د شخصي اسرارو او اطلاعاتو د ساتلو يو مرکز جوړ سوی دی، چي د کوچنيانو په مقابل کي ټولي بدرفتارۍ ثبتوي.

د تير کال په وروستيو6 مياشتو کښي هغه 188 پيښي وې، خو د هغو واقعو چي اصلاع يې نده ورکول سوې، او پټي پاته دي ، اټکل کيږي، چي په مراتبو به تر دې ډيري وي.هره دوهمه پيښه وهل ،ټکول وه، او هر پنځمه جنسي تيری.

په سعودي عربستان کښي د کوچنيو نجونو واده کول منع ندي ، او د واده کولو قانو ني کم سن تعين سوی ندي، چي دا پخپله د سؤاستفادې سبب ګرزي او ځکه نو حسين ال شريف غوښتنه کوي، چي د واده کولو کم سن بايد تعين سي.

«ځيني کسان دلايل راوړي چي د 9کلنونجونو سره هم واده کيدلای سي، او اسلام هغه ته اجازه ورکړې ده. خو موږ وايو چي 18 کلني هغه سن دی، چي نجوني عاقلي او بالغي دي. يوازي تر 18 کلنۍ وروسته بايد د نجونو سره واده وسي، تر څو دوی پر خپلو مشکلاتو باندي غالبي سي. »

د «ګوسُون الرحمه » کمپاين غاوړي دغه موضوع د ټلويزون د لاري تشريح ، او خصوصاً هغه عامه ذهنيت ته ورسوي. په سعودي عربستان کښي فاميلي عزت ډير ارزښت لري. د «ګوسُون الرحمه » ټولنه غواړي دې هدف ته ورسيږي، چي نجوني پکښي مداخله وکي، په عوض ددې چي ځان تير او چپ پاته سي.

«ځيني پلرونه ګمان کوي، چي کوچنيان ددوی ملکيت دی، داسي يو شی چي يوازي په دوی پوري اړه لري، او په ټولنه هيڅ اړه نلري .»

د«ګوسُون الرحمه » ټولنه په نظر کښي لري، چي د سعودي عربستان په 21000 مکتبو کښي معلمانو او د شاګردانو والدينو ته په دغه ارتباط معلوماتي ورقي توضيع کي.

Stryjak, Jürgen/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل