1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په عربستان کې د ځانمرګو بریدونو مخه ونیوله شوه

۱۳۹۶ شهریور ۲۱, سه‌شنبه

د سعودي چارواکو ویلي دي چې دوه تنه یې مخکې له دې چې پر ودانیو باندي ځانمرګي بریدونه وکړي نیولي دي. په دې هیواد کې د تیر کال په روژې میاشت کې هم خونړي بریدونه شوي ول.

https://p.dw.com/p/2jmIQ
Polizei Saudi Arabien
انځور: Getty Images/M. Al-Shaikh

چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې په پلازمینه ریاض کې یې پر دولتي ودانیو باندې د بریدونو مخه نیولې ده. د چارواکو په خبره دوه یمنيان چې د ترهګري ډلي داعش غړي دي د پلان شویو بریدونو په تړاو نیول شوي دي.

د SPA خبري آژانس په حواله دواړه کسان مخکې له دې چې خپلو هدفونو ته ورسیږي ونیول شول او رامنځ ته کیدونکی ګواښ يې دفع کړای شو.

زیاته شوې ده چې د سعودي عربستان دوه وګړي هم نیول شوي دي او اوس یې له نيول شوو یمنيانو سره د اړیکو په اړه څیړنې روانې دي.

وسلې هم موندل شوي

د SPA خبري آژانس په حواله له نیول شویو کسانو څخه دوه ځانمرګي واسکټونه چې هر یو یې اووه کیلو وزن لاره، وسلې او په کور کې جوړ شوي لاسي بمونه ترلاسه شوي دي.

چارواکو په ریاض کې د یوه کور په اړه معلومات ترلاسه کړي ول چې ورڅخه د پټنځای او د بریدونو د پلانولو په موخه کار اخیستل کید.

د ۲۰۱۶م کال په جولای میاشت کې د داعش ځانمرګو برید کوونکو د سعودي عربستان په څلورو سیمو کې چاودنې وکړې. یوه چاودنه د مدینې په مسجد کې رامنځ ته شوې وه او بله د القطیف په یوه مسجد کې چې د امریکا متحدو ایالاتو قنسلګري ته نزدې دی.

«اسلامي دولت» (داعش) له کلونو راهیسي پر سعودي عربستان باندې له لویدیځو هیوادونو سره د نزدې اړیکو لرلو له کبله نیوکې کوي. د سعودي چارواکي همداراز په یمن کې د هغوی د عملیاتو له کبله هم تر نیوکو لاندي دي.

زموږ له ارشيف څخه: