1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سعودي کې د اعدام شوو کسانو شمیر ۱۵۱ ته ورسید

۱۳۹۴ آبان ۱۹, سه‌شنبه

د بخښني نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د معلوماتو له مخې په سعودي عربستان کې د اعدامونو شمیر دومره لوړ شوی چې په تیرو۲۰ کلونو کې نه وو. په دغه هیواد کې انسانان د غلا او مخدرو موادو د قاچاق په تور اعدامیږي.

https://p.dw.com/p/1H2ct
Saudi-Arabien Protest gegen Hinrichtung Nimr al-Nimr
انځور: picture-alliance/dpa/Y. Arhab

د بخښنې د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په روان میلادي کال کې تر اوسه په سعودي عربستان کې ۱۵۱ تنه اعدام شوي دي. د نوموړي سازمان په خبره دا له ۱۹۹۵م کال راهیسې د اعدامونو د تطبیقولو لوړ شمیر دی. په دغه کال کې پر ۱۹۲ تنو په سعودي عربستان کې د مرگ سزا تطبیق شوې وه.

په ۲۰۱۴م کال کې په دغه شاهي هیواد کې ۹۰ تنه اعدام شوي وو. د تیر کال پرتله په ټکان ورکوونکي توگه د اعدام شوو کسانو په شمیر کې ۶۸ سلنه ډېرښت راغلی دی.

د بخښني نړیوال سازمان په وینا اعدامونه تل «د کرکي وړ» دي. د دغه سازمان په خبره په ځانگړې توگه دا خبره نا راحته کوونکي ده چې په کومه کچه په سعودي عربستان کې بشري حقونو ته پاملرنه نه کیږي او زیاتره وخت خلک په غیر عادلانه ډول او د سیاسي انگیزو له کبله اعدامیږي.

د یوه شیعه روحاني مشر د اعدام سزا تائید شوې

په دغه سخت محافظه پاله هیواد کې جنسي تیری، قتل، له دین څخه اوښتل، غلا او د مخدره موادو قاچاق د مرگ سزا لري. سعودي عربستان له بشري حقونو څخه د سرغړوني له کبله تر انتقاد لاندي وي.

د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتي په پای کې د دغه هیواد ستري محکمې د یوه شیعه روحاني مشر شیخ نمر النمر او د هغه د دوو وریرونو او د دوو نورو کسانو پر وړاندي د مرگ سزا تائید کړه چې عمرونه یې کم ول. دغه کسان د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ پر ضد د احتجاجونو له کبله بندیان شوي ول.