1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر بالابلوک ولسوالۍ طالبانو برید کړی

مسعود جهش (رضا شیرمحمدي)۱۳۹۳ آبان ۲۶, دوشنبه

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د دوشنبې په ورځ (نومبر ۱۷مه نیټه) شاوخوا ۴۰۰ طالب جنگیالیو د دې ولایت پر بالابلوک ولسوالۍ باندې برید کړی دی او له افغان امنیتي ځواکونو سره په جگړه بوخت دي.

https://p.dw.com/p/1DohC
انځور: DW

د فراه ولایت ویاند جواد افغان، وویل چې نښته اوس هم روانه ده او تر اوسه پورې په کې د ملي پولیسو او د سیمه ییزو پولیسو یو، یو غړی وژل شوی دی. پر دې سربیره په دغه نښتو کې د ملي اردو یو سرتیری ټپي شوی هم دی.

جواد افغان زیاته کړه چې د نښتې په پایله کې تر اوسه پورې ۲۰ تنه طالب جنگیالي هم وژل شوي دي چې یو شمیر مړي یې په سیمه کې پاتې دي. د فراه ولایت ویاند له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې طالبانو پر لویې لارې لویې موټر درولي دي او یو شمیر کسان یې وژلي دي. هغه زیاته کړه چې دغې ډلې یو شمیر نور کسان بیا برمته کړې هم دي: «وسله والو مخالفینو د دغو موټرو مخه نیولې ده او لس تنه یې له دولت سره د همکارۍ په تور کښته کړې دي. د هغوی له ډلې څخه یې څلور تنه ځای پر ځای وژلي او شپږ تنه نور یې له ځان سره بیولې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د فراه ولایت د پولیسو قوماندان عبدالرزاق یعقوبي، بیا په پیښه کې د ۱۱ تنو یاغیانو د وژل کیدو او ۱۳ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی. هغه زیاته کړې ده چې د نښتو په پایله کې یو تن افغان سرتیری وژل شوی او دوه تنه نور بیا ټپیان شوي دي. د یعقوبي په خبره یاغیانو خپل ټپیان د بکوای ولسوالۍ خرمالق، سیمې ته وړي دي چې د طالبانو تر کنترول لاندې ده.

د فراه ولایت ویاند دویچه ویله ته وویل چې د بالابلوک له پاره د طالبانو په خپل سر نومول شوی ولسوال هم په دغه نښتو کې سخت ټپي شوی دی.

د فراه د امنیې قوماندان روښانه کړه چې اوس طالبان د بالابلوک ولسوالۍ له مرکز څخه پر شا تمبول شوي دي او جگړه په گنج آباد کلي کې روانه ده. دغه امنیتي چارواکي وویل چې طالبانو په زوره سیمه ییز اوسیدونکي د هغوی له کورونو څخه ایستلي دي او ورڅخه باج ترلاسه کوي.

د یعقوبي په خبره افغان امنیتي ځواکونو د ملکي تلفاتو د مخنیوي له پاره له درنو وسلو کار نه اخلي: «تر اوسه مو له ایساف څخه هم هوایي ملاتړ نه دی غوښتی. خو مرکز ته مو خپل وړاندیز کړی دی چې د اړتیا په صورت کې که چیرې د طالبانو تجمع وي، برید ترسره شي.»

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې وینا پاڼه کې ویلي دي چې د تیرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د افغانستان په تخار، کندز، ننگرهار، کندهار، زابل، ارزگان، لوگر، غزني، کونړ او هرات ولایتونو کې د تصفیوي عملیاتو په پایله کې ۲۰ یاغیان وژل شوي دي. د اعلامیې له مخې پر دې سربیره په دغو عملیاتو کې ۲۲ تنه نور یاغیان ټپیان شوي او ۱۳ تنه بیا د افغان ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي.

په وروستیو وختونو کې طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. یوه اوونۍ مخکې هم طالبانو د بالابلوک پر ولسوالۍ باندې برید کړی وو او له ۲۴ ساعتونو څخه د ډیر وخت له پاره له افغان ځواکونو سره په جگړه بوخت وو.