1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سمنګان ولايت کي هم خلکوته د خدمت کولو وعدې ورکول کيږي

۱۳۸۸ مرداد ۲۱, چهارشنبه

په داسی حال کی چی دراتلونکی ولسمشری اوولایتی شوراګانو ټاکنو ته دګوتوپه شمیر لږی ورځی پاته دي د هیواد په ګوټ ګوټ کی نوماندانو خپلو کمپاینونوته دوام ورګړی...

https://p.dw.com/p/J8GL
په ليري پرتو سيمو کي ډير خلک د ټاکنو په اړه معلومات نه لري
په ليري پرتو سيمو کي ډير خلک د ټاکنو په اړه معلومات نه لريانځور: DW

اوپه شمال ولایتنو کی دغه کمپاینونه ځکه ښه پرمخ روان دی چی په دغه زون کی دنوروولایتنو په پرتله امنیت دډاډ وړ دی دولایتی شوراګانو په اړه دراپورچمتوکولو لپاره هغه سفر چی می دازل دسنګان ولایت ته درلود په دغه ولایت کی هم دولایتی شورانوماندان دنورو په شان خپلو خلکوته دخدمت کولووعدی ورکوی.

محمد موسی حلقیار ددغه ولایت دشورالپاره یوهغه نوماند دی چی دولایتی شورادلومړی دوری غړیو کارونه دستاینی وړ نه بولی نوموړی وایی « ما دخپلو خلکو په خوښی ددی لپاره زان کاندید کړی چی وکولای شم له دی لاری خپل ملت ته دخدمت جوګه شم اوکه چیری زه ګتونکی شوم زمادکارپه لومړیتوبونو کی به دامنیت ټینګښت اودقومونو اوپرګنیو یوموټی کول وی » دغه نوماند له خلکو وغوښتل ترڅوخپلی رای دهغه چاپه ګټه وکاروی چی بشپړ سواد ولری او وکولای شی چی دخپلو خلکو اوملت دستونزو دآواری په برخه کی دولت ته نوی طرحی وړاندی کړی .

مولوی عبدالستار قاسمی په دغه ولایت کی دولایتی شورالپاره یوبل کاندید دی دی هم دڅوکی دګټلو په صورت په خدمت کولو ټنګارکوی اووایی « زمال هدف دادی چی دخپلو خلکو لپاره صادقانه خدمت وکړم اودخپلو خلکو غږ دولت ته ورسوم اودخپل ملت دهیلو اوارزوګانو په پوره کولوکی هلی زلی وکړم » نوموړی بیادنورو پرخلاف دتیری دوری دولایتی شور دیوشمیر غړیو فعالیتونه ستایی اووایی « هغوی کارګړی خدمت یی کړی خوداسی کسان هم پکښی کی ول چی په کارنه پوهیدل خوپه هرحال بیایی هم ترخپلی وسی خدمت کړی دی اوخلک باید دخپلو وکیلانونه دمره لوړ توقعات هم ونلری ځکله لکه څنګنه چی خلک انګیری وکیلان هغومره صلاحیت هم نلری » نوموړی له دولت څخه وغوښتل توڅودراتلونکی دوری و کیلانوصلاحیتونه مشخص کړی . همداراز په دغه ولایت کی می دولایتی شوراپه اړه دیوشمیر خلکو نه هم وپوښتل دایبک دښاریوی اوسیدنکی جمیلی وویل « خلکو دولاتی شوراګانو له کاندیدانو نه خو را هیلی درلودی خولکه ځنګه چی هغوی له خلکو سره ‌ژمنی کړی وی خپلی ژمنی یی ندی پوره کړی اوزه داسی فکرکوم چی خلک یوازی دڅوکی دترلاسه کولو اویاهم دپیسو لپاره زانونه کاندیدوی اودهیځ چاسره دملت پروانشته ّ» میرمن جمیلی زیاته کړه که څه هم دولایتی شوراپه غړیوکی میرمنی هم شته دی خو دمیرمنو لپاره هم دغوخویندو کوم کارندی کړی اونه یی هم په موږ پوښته کړی .

ددغه ولایت یوبل اوسیدنکی عبدالرحيم بیاوایی تیر په هیر خوددی دوری وکیلان باید خلکو ته دخدمت لپاره زانونه چمتو کړی .

دسمنګان ولایتی شورا ۹ څوکی لری چی دری یی دمیرمنو لپاره دی اوغوڅوکیوته ۷۲ تنو زانونه کاندید کړی وو چی یویی دددغه ولایت ټاکنو دخپلواک کمیسون لخوا حذف یوبل یی په خپله منصرف او۷۰ تنه چی ۷ یی میرمنی دی په خپلو کی سیالیو ته چمتو دی .دغه ولایت ۶ لسوالی لری او۸۰ په سلو کی سیمی یی غرنی دی اوداټکل له مخی ۵ سوه ۵۷ زره نفوس لری چی له دغه شمیر څخه دوسوه ۶۱ زرو کسانو درای ورکولو کارتونه اخیستی دی اوپه دغه لایت کی هم دشمال دنورو ولاینو په شان امنیت دډاډوړ دی.

عبدالحميد صافی/ سمنګان

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل