1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سمنګان کي دوه کلي د بريښنا څخه برخمن سول

۱۳۸۹ فروردین ۲۶, پنجشنبه

د سمنګان ولايت مرکز آيبک ته نژدې دملي پيسوستون د پروګرام په چوکاټ کي د برښنا د توليد ددو ټول ګټو پروژو کاربشپړ اوګټي اخيستني ته وسپارل سوې...

https://p.dw.com/p/MvJc
د بريښنا د برابرولو لپاره د اوبو يو کوچنی بند
د بريښنا د برابرولو لپاره د اوبو يو کوچنی بندانځور: DW

دملي پيسوستون دمسولينو په خبره پر دغو پروژو باندي، چي شاوخوا 8 مليونه افغانۍ لګښت راغلي دنړيوال بانګ لخوا ورکړل سوی دی او په فعالېدو سره يې شاوخوا شپږ سوه کورنۍ د بريښنا څخه برخمني سوي.

په شمال او شمال لوديزو ولاياتوکي د ملي پيسوستون دپروګرام د ساحوي ياولايتي دفتر مطبوعاتي مسول احمد فريد سعات وايي، د برښنا د توليد د اوبو د بندونو دغه دوې پروژې، د پس کنده او خالد ابن وليد په سيمو کي تطبيق سوي دي.

د هغوی په خبره دغه دوې شبکې چي يوه يې د14 کليواټه اوبله يې د20 کليواټو د برښنا د توليد ظرفيت لري خلکو په خپله خوښه ټاکلي او په سلو کي لس فيصده ونډه هم پخپله ځای خلکو ورکړې ده.

د پس کنده دکلي اوسيدنکی جمعه وايي:« موږ تراوسه برښنا نه درلوده د رڼا لپاره به مو له الکين،لاسي څراغ او يا جنراتور څخه استفاده کوله خوله دي ورسته کولای سوله برښنا څخه استفاده وکړو تلويزويون ووينو ، د يخچال څخه کارواخلو او د تودوښي په موسم کي پکه روښانه کړو »

ويل کيږي سربيره پردي چي ددغه ولايت په مرکز او يوشمېر ولسواليوکي دملي پيوستون د پروګرام له لاري د برښنا له نعمته برخه من سوي اوليرو پرتو سيمو ته دلمر له انرژۍ څخه د برښنا توليد ونکي سولرونه ويشل سوي خو لاهم ددغه ولايت 60 په سلوکي خلک برښنا نلري.

عبدالحميد صافي/ سمنګان

کتونکی. زيارمل