1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سنګین ولسوالۍ کې څه تیریږي؟

۱۳۹۴ دی ۱, سه‌شنبه

امنيتي چارواکو ويلي دي چې پوځي الوتکو هغو افغان سرتیرو ته د هوا له لاري مهمات او خوراکې مواد اچولي دي چې اوس په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد جګړه بوخت دي. په دغه ولسوالۍ کې له دوو ورځو راهیسې سخته جګړه روانه ده.

https://p.dw.com/p/1HRgz
Afghanistan Nato Soldat in Helmand
انځور: Getty Images/L. Neal

طالبانو اوس د سنګین ولسوالۍ ډیري برخي نيولي دي. څو کاله مخکې امریکایي او بریتانیايي ځواکونو له طالبانو څخه د دغي ولسوالۍ د بیا نیولو جګړه وکړه.

د سیمې ډېر اوسیدونکې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دی. هغوی په سنګین ولسوالۍ کې د سختې جګړې خبره کوي او وایي چې طالبان د ولسوالۍ د مرکز پر لور د پر مختګ په حال کې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ د هوا له لارې په سنګین ولسوالۍ کې خپلو ځواکونو ته خوراکي مواد او مهمات رسوو.»

دغه افغان چارواکي زیاته کړه: «د ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې پاشلي جګړې رواني دي.» هغه په سنګین ولسوالۍ کې افغان امنيتي ځواک ته د ډېرو تلفاتو رسېدل رد کړل او ټینګار یې وکړ چې ولسوالۍ د یاغیانو لاس ته نه ده ورغلې.

د سنګین ولسوالۍ یوه اوسیدونکي حاجي عبدالقادر، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبانو په عام محضر کې درې دولتي چارواکي وژلي دي. هغه چې پخپله هم له سنګین څخه تښتیدلی دی زیاته کړې ده چې طالبانو د دې ولسوالې ډیري دولتي ودانۍ نيولي دي: «طالبانو د استخباراتو دوه کارکوونکي او یو سیمه ایز قوماندان له خپلو کورونو راوایستل او هغوی یې وویشتل. یوازې د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ ودانۍ د دولت په کنترول کې دي. د نورو سیمو کنترول له طالبانو سره دی.»

قادر روښانه کړې ده چې تر هغه وروسته یې له سنګین ولسوالۍ څخه لښکرگاه ته د تیښتې پریکړه وکړه چې یو هوان یې پر کور ولګید او د هغه د کورنۍ دوه تنه غړي یې ټپیان کړل.

امریکايي او بریتانیايي عسکر هيلمند ته رسیدلې دي

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ حساس وضعیت ته په کتو سره امریکایي او بریتانیایي عسکر دې سیمې ته رسیدلې دي چې د طالبانو پر وړاندي جګړې کې افغان امنیتي ځواکونو ته مشورې ورکړي.

د بريتانيا د رسنيو د راپور له مخي د دغه هیواد د دفاع وزارت ويلي دي چي د هيلمند د «ښوراو» اډې ته ئې څو تنه پوځيان لېږلي دي چي له افغان امنيتي ځواک سره د سلا مشورو په برخه کي مرسته وکړي. دوی ويلي دي چي دغه ځواکونه به جنگ نه کوي او يوازي به مشوره ورکوي.

طالبانو او د ناټو ځواکونو له کلونو راهیسې په سنګین ولسوالۍ کې د یو بل پر وړاندې جګړه کړې ده. بریتانیايي ځواکونو په دې سیمه کې څلور کاله جګړه وکړه خو بیا په ۲۰۱۰ کال کې د هغوی ځای امریکایي سمندري ځواکونو ونیوه چې یو کال مخکې له دې ولسوالۍ ووتل.