1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سنگين کې 10 تنه مشکوک طالبان ووژل شول

۱۳۸۶ اردیبهشت ۲۱, جمعه

د نويو بمباريو په نتيجه کې لس تنه طالبان د افغانستان په جنوب کې وژل شوي دي. دغه پېښه هغه ځای ته ورڅېرمه رامنځ ته شوې ده چې د اونۍ په پيل کې ملکي واگړو ته تلفات اوښتي وو.

https://p.dw.com/p/DK9s
د متقابلو ډزو او هوايي بريدونو په ترڅ کې لس تنه اورپکي ووژل شو
د متقابلو ډزو او هوايي بريدونو په ترڅ کې لس تنه اورپکي ووژل شوانځور: AP
طالبانو د امريکايي او افغاني ځواکونو په يوزې گزمې باندې په هلمند کې بريد وکړ او د متقابلو ډزو او هوايي بريدونو په ترڅ کې لس تنه اورپکي ووژل شو. دغه څرگندونې د سنگين د ولسوالۍ يوه تن اوسېدونکي غزت الله خان وکړې. بريدگي جيم ويلټ، د ايتلافي ځواکونو يو وياند دا خبره تاييد کړه چې د ټلوالې ځواکونه په سيمه کې په آخ و ډبونو کې ښکېل ول، ولې زياته يې کړه چې دی نور جزيات نه لري.