1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوات کي بيا موسيقي ږغيږي

۱۳۹۴ خرداد ۱۰, یکشنبه

سوات دره پر نورو سربيره په پښتو موسیقۍ هم مشهوره ده. پر دغه دره د طالبانو د کنترول پرمهال پر موسیقۍ بندیز وو. خو اوس دغه دره بیا غواړي چې خپل شهرت راخپل کړي. په دغه دره کي له يوې ۱۴ کلني اتڼۍ سره د زړه خواله.

https://p.dw.com/p/1FZco
انځور: DW/M. Shah

[No title]

په سوات کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هنرمندان د گناه کارانو په توگه پېژندل کېده او موسیقي غیر اسلامي بلل کیده. خو پنځه کاله دمخه له دغې درې څخه د طالبانو تر ایستلو وروسته د حمیدې د کورنۍ په شان سندرغاړو او هنرمندانو بیرته خپل ټاټوبي ته مخه کړې ده. ۱۴کلنه حميده له خپلي خور سره اتڼ زده کوي او غواړي له دې لاري کورنۍ ته ډوډۍ پيدا کړي. د حميدې کورنۍ له سوات درې څخه په ۲۰۰۸م کال کي له هغه وروسته ووتل چې مشهوره هنرمنده شبانه ووژل سوه.