په سوات کي د زمرد کانونه
د پاکستان د سوات په فضاګټ، بري کوټ، شموزی او د شانگله په ولسوالي کي د زمردو کانونه سته چي ورسره د زرونو انسانانو روزگار تړلی دی.
زرغونه کوډګره ډبره
ويل کيږي چي د زمردو زرغون رنګ پر کتونکي جادو کوي. که څه هم چي د دغي قيمتي ډبري مينه وال په ټول دنيا کي زيات دي، خو د آسيا په سويل ختيځ لکه سنګاپور او چين کي د دغو ډبرو خوښونکي او رانيونکي بېخي زيات دي.
د سوونو کورنيو د روزگار منبع
د فضاگټ په سيمه کي د زمردو په کان کي تقريباً څلور سوه مزدوران کار کوي. د کان د خاوند خالد خان په وينا هر کال حکومت ته تقريباً ۱۲ ميليونه روپۍ ورکوي.
د حکومت بې غوري، لږ ګټه
د عصري ماشينونو او اوزارو د نه شتون له کبله يوازي د کان يوه محدوده برخه تر کار لاندي وي. همدا وجه ده چي حکومت ته هم د دغه کان زياته ګټه نه رسيږي.
په نړيواله توګه محبوب
د زمردو مينه وال په ټول جهان کي موجود دي. د پاکستان زمرد په نړيواله توګه ډېر ښه بازار لري. خو دا چي حکومت د دغو کانونو مناسب مراقبت نه کوي، نو د سيمي خلکو ته يې هم لږ ګټه رسيږي.
د طالبانو تر کنترول لاندي
په ۱۹۹۶ کال بند سوي کان باندي په ۲۰۰۵م کال کي طالبانو کنترول تر لاسه کړ. د خصوصي شرکت د خاوند خالد خان په وينا د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د دغه کان څېره بالکل بدله او خرابه سوه. د هغه په وينا هره ورځ به د درو او څلورو زرو تر منځ انسانانو دلته کار کاوه او دغه قيمتي ډبري به بيا تر هيواد دباندي لېږدول کېدلې.
د زمردو کان موندنه
دغه کان په ۱۹۵۸م کال کي د سوات د والي په دوره کي وموندل سو. تر هغه وروسته دغه کان د پرمختيا ادارې ته وسپارل سو. خو دغه کان په ۱۹۹۶م کال بېرته بند سو. تر ۱۵ کاله ځنډ وروسته دغه کان په ۲۰۱۰م کال بېرته پرانستل سو.
کار، هم مشکل هم خطرناک
حکومت د دغه ډول کانونو په نه مراقبت تورنيږي. د عصري آسانتياوو د نه شتون له کبله په دغو کانونو کی تر اوسه له دوديزو لارو کار اخيستل کيږي. له همدې کبله د کانونو په دغو تونلونو کي کار هم ستونزمن او هم خطرناک وي.
په لږو پيسو د زمردو خرڅلاو
د سوات د زمردو خامي ډبري د ځايي تجارانو له خوا رانيول کيږي او بيا د پالش او توږني له پاره هندوستان او تايلنډ هيوادونو ته لېږدول کيږي. دا چي د پالش سوي يوې ډبري قيمت څومره وي، په پاکوالي او رنګ پوري يې اړه لري.
د نړيوال معيار قيمتي ډبري
په سوات کي په لاس راتلونکی زمرد پر نړيوال معيار برابري دي. د خپل ښايسته رنګ او نورو ځانګړتياو له کبله دغه ډبري په ټوله نړۍ کي مينه وال او ښه بازار لري.
د کار دوديزه او پخوانۍ طريقه
د سوات د فضاگټ سيمي د زمردو د کان پراخوالی تر ۰،۷ ميليونه متر مربع زيات دی. دغه کان په يوه پراخه غرنۍ سيمه کي پروت دی چي پکښي په سوونو متره اوږده تونلونه جوړ سوي دي، چي مزدوران ډبري پکښې ماتوي. د دغه کان تقريبا ټول کارونو په دوديزه ميتودونو سره کيږي.
د زمردو د چاڼ پروسه
د سوات د زمردو کانونه په نړيواله توګه د دغو ډبرو په سترو کانونو کی شمېرل کيږي. دغه ډبري د خپل رنګ او ستروالي له مخي چاڼ کيږي او د هغه له مخي ورته بيه ټاکل کيږي.
د ډبرو توږنه
په پاکستان کي د قيمتي ډبرو د توږني او پالش د صنعت د نه شتون له کبله زمرد هندوستان او تايلنډ ته لېږدول کيږي. د قيمتي ډبرو د کارپوه محمد ابراهيم په وینا له همدې کبله د سوات زمردو ته تر ډېره وخته پوري د هند زمرد ويل کيدل.
د زمردو گېڼې
په عمومي توګه زمرد په زيوراتو او ګېڼو کي استعماليږي. دغه ډبري ډېر وختونه په ګوتميو کي کارول کيږي. نسبتا کوچنۍ ډبري په امېلونو کي هم کارول کيږي.
زمرد په ګوتمۍ کي
زياتره وخت زمرد په ګوتميو کي کارول کيږي. خو يو وخت د روليکس ساعت جوړولو مشهوري کمپنۍ هم په خپلو ساعتونو کي زمرد کارول.