1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي امنيتي ځواکونو يو ځل بيا ولسي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

۱۳۹۰ فروردین ۶, شنبه

د نورو مشرانو تر څنګ د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون هم د سوريې د ولسمشر څخه غوښتي چي د ولسي کسانو په وړاندي د تاوتريخوالي څخه لاس واخلي.

https://p.dw.com/p/RCtn
انځور: AP

په سوریی کی د جمعی د لمانځه څخه وروسته د دغه هیواد د پلازمینی ، دمشق په شمول په مختلفو ښارونو کی د خلکو احتجاجونو د اسد د کورنی د 40 واکمنی ته ستر ګواښ رامنځ ته کړ. د سوریی له جنوبی څخه رپوتونه وایی چی د ولسمشر بشار الاسد رژیم امینتی حواکونو دغو احتجاجونو ته د برچی په زور ځواب ورکړ او یو ګن شمیر خلک یی ووژل.

که څه هم د رژیم مخالف غورحنګ ونه توانید چی د جمعی په ورځ له لمانځه څڅه وروسته په ټول هیواد کی خلک پاڅون وهڅوی، خو په ځینو ښارونو کی خلک سړکونو ته راووتل او د اسد د رژیم د واکمنی د پای لپاره یی غوښتنه وکړه.

په دمشق کی کابو 200 تنه د ښار په مرکز کی راټول شوی ؤ. د رویترز د خبری آژانس د یو رپوټ له مخی په جنوبی ښار «درعا» کی په لس گونو زره خلک د هغو کسانو د جنازو په مراسمو کی برخه واخیستله چی له دی مخکی د رژیم د امینتی ځواکونو له خوا وژل شوی ؤ. هغوی په داسی حال کی چی جنازی لیږدولی، « د آزادی» شعارونه یی ورکول. د دغه ښار په یوه مرکزی برخه کی د رویترز یو خبریال وویل چی هغه په خپلو سترګو ولیدل چی مظاهره کونکو د د پخوانی ولس مشر حافظ الاسد مجسمی رانسکوری کړلې، له هغی وروسته د رژیم امینتی ځواکونو پر مظاهره کونکو باندی له شا او خوا ودانیو څخه پر ګولیو ډزی وکړی.

د هغه د وینا له مخی د خلکو یو دری زره کسیزه ګڼه ګونی ډله د ګولیو د باران او د اوښکی بهیونکی ګاز سره تیت تو پرک شوه. دغه خبریال وویل چی په سړکونو کی مړی پراته ؤ او ټپیان روغتونو ته ولیږدول شول، خو هغه نه شی ویلای چی څه شمیر به په دغی پیښه کی وژل شوی وی.

دغه راز د صنعمين په ښار کی چی هغه هم د سوریی په جنوب کی پروت دی، خلکو پرون په پاڅون لاس پوری کړ. د سیمی اوسیدونکو د رویتزر خبری آژانس ته وویل چی هلته 20 تنه هغه وخت ووژل شول چی د رژیم د پوځی استخباراتو له یوی ودانی څخه پری ډزی وشی.

د سوریی دولتي خبری آژانس هم په دغه ښار کی د مرګ ژوبلو خبر منلی ، خو په خپل رپوټ کی يې ويلي چی دولتی امنیتی ځواکونو « پر وسلوالو خلکو ډژی کړی» نه پر مظاهره کونکو.

دغه راز د حما په ښار کی چی د سوریی په مرکزی پرخه کی پروت دی هلته هم خلک سړکونو ته ووتل. په دغه ښار کی په 1982 کال د بشار الاسد پلار، حافظ الاسد، د اسلام پالونکو یو پاڅون په خونړی توګه وټکاوه او په زر ګونو تنه یی ووژل . د حما د ښار اوسیدونکی د جمعی له لمانځه خخه ورسته په لاریون لاس پوری کړ او د « ازادی، آزادی» شعارونه ورکول.

امریکا متحه ایالاتو، فرانسی، بریتانیا او یو شمیر نور لویدیځو هیوادونو له ولسمشر بشار الاسد څخه وغوښټل چی د پاڅون کونکو پر ضد له زور زیاتی څخه کار وانخلی. دغه غوښتنی یوه اونی وروسته له هغی کیږی چی دغو هیوادونو په لبیا کی د قذافی د رژیم د ځواکونو پر ضد په پوځي عملیاتو لاس پوری کړ.

څارونکی په دی نظر دی چی ګمان نه کیږی چی لویدیح متحدین د سوریی له رژیم سره هسی چلند و کړی، لکه چی اوس یی له لبیا سره کوی.

د ملګرو ملتو عمومی منشی بان کی مون له بشار الاسد څخه په یوه تیلفونی تماس کی وغوښتل چی د مظاهرو په وړاندی دی « له پوره زغم » څخه کار واخلی او خپلو امنيتی ځواکونو ته دی سپارښتنه وکړی چی د ولسی وګړو په وینو تویولوو دی لاس نه پوری کوی.

عبدالباري حکيم / آژانسونه

کتونکی: احمد ږلي اڅکزی