1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي ملکي وګړي وږي دي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۱۴, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د بېړنيو مرستو همږغي کوونکي د ژمي په رارسېدو سره په سوريه کي د سختي لوږي خبري داری ورکړی دی. په سوريه کي اوس نزدې ۹ ميليونه انسانان د ژوندي پاته کېدو له پاره بهرنيو مرستو ته اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/1ABbV
انځور: Reuters

د ملګرو ملتونو د بېړنيو مرستو همږغي کوونکي والريا آموس، د دغه سازمان امنيت شورا ته، په سوريه کي د کورنۍ جګړې په اړه چي تر دوو نيمو کلونو زيات وخت کيږي روانه ده، د انسانانو د وضعيت په اړه په يوه راپور کي ډېر ټکان ورکوونکی او تیاره انځور وړاندي کړی دی.

آموس د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته شکايت وکړ چي په سوريه کي د انسانانو وضعيت ډېر خراب دی او نور هم مخ پر خرابېدو روان دی.

هغې ويلي دي چي د سوريې له هر لسو کسانو څخه څلور تنه يې د ژوندي پاته کېدو له پاره په بهرنيو مرستو پوري تړلي دي. په مجموع کي د هغو کسانو شمېر چي بېړنيو مرستو ته اړتيا لري نزدې ۹،۳ ميليونه ته رسيږي چي دا د سپتمبر تر مياشتي ۲،۵ ميليونه زيات دی. په سوريه کي ۲۲ ميليونه انسانان ژوند کوي.

د بېړنيو مرستو همږغې کوونکې آموس
د بېړنيو مرستو همږغې کوونکې آموسانځور: Yasser al-zayyat/AFP/Getty Images

۶،۵ ميليونه کډوال

آموس دغه راز ويلي دي چي په سوريه کي ۶،۵ ميليونه انسانان د بمباريو او جګړې له امله په خپل هيواد کي له يوه ځايه بل ځای ته د کډوالۍ په حال کي دي. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخي د دغه کډوالو نيمايي يې کوچنيان دي.

د ملګرو ملتونو دغي ديپلوماتي، پر امنيت شورا باندي ږغ کړی دی، چي د سوريې پر مشر بشرالاسد او ياغيانو باندي فشار ډېر کړي تر څو دغه مرستي اړينو خلکو ته ورسيږي. د هغې په خبره له امنيت شورا پرته به په دې برخه کي هيڅ پرمختګ نه وسي.

د بشري حقونو او مرستنديو سازمانونو چارواکي له ډېر وخت راهيسي شکايت کوي چي د سوريې په جګړه کي ځپل سوو خلکو ته د دوی لاس رسی ستونزمن دی.

په راپور کي د هغو کوچنيانو د سوء تغذۍ او ګوزڼ په اړه هم اندېښنه ښول سوې ده چي د دغه هيواد په شمال ختيځ کي د اسد رژيم تر کنترول لاندي سيمو کي ژوند کوي. خو د اسد رژيم چارواکو اوس ځپل سوو سيمو ته د واکسین او خوراکي موادو د رسولو اجازه کړې ده. خو دا چي په دغو جنګي سيمو کي به مرستي په څه ډول ووېشل سي په اړه يې څه نه ويل سوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب