1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي تر۶۰ زرو ډير انسانان وژل سوي دي

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۱۴, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي د سوريې د کورنۍ جگړې د قربانيانو شمېر ۶۰۰۰۰ کسانو ته رسېدلی دئ. دغه راز نزدې نيم ميليون انسانان د زورزياتو له اسيته بې ځايه سوي دي.

https://p.dw.com/p/17Cu6
انځور: Reuters

د بشارالاسد د ځواکونو او مخالفينو تر منځ جگړې نور هم زور اخيستی دئ او د يوه سياسي حل څرک هيڅ نه معلوميږي. په دغه خونړۍ جگړه ورځ تر بلي د قربانيانو شمېر زياتيږي.

د ملگرو ملتونو د نوو شمېرو پراساس په دغه جنگ کي تر اوسه پوري نزدې ۶۰۰۰۰ انسانان وژل سوي دي.

ملگري ملتونه وايي، چي د دغه شمېرو د براورد له پاره ئې پنځه مياشتي د سوريې وضعيت څېړلی دئ او له پنځو بېلابېلو سرچينو څخه ئې راټول کړي معلومات سره پرتله کړي دي. په دې اساس نو د ۲۰۱۱ کال د مارچ د مياشتي له نيمايي څخه بيا د ۲۰۱۲ کال د نوامبر د مياشتي تر ۳۰ نېټې پوري ۵۹۶۴۷ تنه انسانان وژل سوي دي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کميساري ناوي پيلي وويل: «دا چي د نوامبر له مياشتي راهيسي جنگونه نه دي لږ سوي، نو موږ ويلای سو چي د ۲۰۱۳ کال تر پيلېدو پوري په دغه هيواد کي تر ۶۰ زرو زيات انسانان وژل سوي دي.»

د اسد رژيم د سوريې د وضعيت په اړه بې طرفه څېړني او راپور ورکولو ته اجازه نه ورکوي. د اسد دغي پريکړه د قربانيانو د دقيق شمېر معلومول ستونزمن کړي دي، ځکه نو د قربانيان د شمېرو ترمنځ تفاوت ډير وي. په لندن کي د بشري حقونو د څارني ادارې د ۲۰۱۲ کال د دسمبر په میاشت کي د سوريې په جگړه کي د قربانيانو شمېر ۴۶ زره ياد کړی وو.

پر رژيم باندي تورونه

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کميساره ناوي پيلي د دغو وژنو اصلي عامل د اسد رژيم بولي، خو وايي چي ياغيان هم پکښې مسئول دي. هغې وويل: «د دې قربانيو مخنيوي کيدای سوای، په هغه صورت کي که د اسد رژيم د سوله ييزو اعتراضونو پر وړاندي بل ډول چلند غوره کړی وای.»

د ملگرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې د راپور له مخي په دغه هيواد کي د بې ځايه سوو شمېر ورځ تر بلي ډيريږي. هغه کسان چي له هيواد څخه تښتېدلي دي تعداد ئې تقريباً نيم ميلیون ته رسیږي.

ويل کيږي چي يوازي د تيرکال د دسمبر په مياشت کي ۸۴ زره انسان له سوريې څخه تښتېدلي دي. د سوريې ډير وگړي گاونډيو هيوادونو لبنان، اردن يا ترکيې ته پناه وړي.