1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي جنگ فرقه يي بڼه غوره کړې

۱۳۹۱ دی ۱, جمعه
https://p.dw.com/p/177SD

په سوريه کښي د جنګ خصلت ورځ په ورځ تغیر خوري. په هغه کښي په مخ پر زیاتیدونکي ډول سره مختلف مذهبي او اتنیکي ګروپونه یو دبل پر ضد سخت سره جنګیږي. دا خبره د یوه کمېسيون د هغه رپوټ څخه معلومیږي، چي د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقونو سازمان تعین کړی دی. ټوله مذهبي فرقې او ټولني له دې خطر سره مخامخ دي چي له هيواد څخه وشړل سي یا ووژل سي . د بشرحقوق د دواړو له خوا تر پښو لاندي کیږي. د دغه کمېسيون مشر برازیلي ډيپلوماټ پاولو پینهایرو په بروکسل کښي وویل، چي د سوريې شخړه په مخ پر زیاتیدونکي ډول سره مذهبي او اتنیکي خصلت اخلي. حکومتي عسکر پر سنیانو باندي حملې کوي. بیا د حکومت مخالفي ډلي پر علویانو او نورو اقلیتو، لکه عیسویانو، ارمني عیسویانو او دروسني باندي حملې کوي. عیسویان، کردان او ترکمنان په دغه مسلحانه شخړه کښي وژل کیږي.