1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي خونړی هوايي بريد

۱۳۹۱ دی ۴, دوشنبه
https://p.dw.com/p/178TA

د سوریې د وضع څارونکو ویلي دي چې د دغه هیواد د رژيم له خوا د یوه هوایي برید له کبله د یکشنبې په ورځ له ۶۰ ډیرو ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه پېښه د حما د ښار په حلفایا سیمه کې رامنځته شوې ده چې د رژیم د مخالفینو تر کنترول لاندې ده. د رپوټونو په حواله پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې دغه وګړي د یوه نانوایي مخې ته د ډوډۍ اخیستلو له پاره راټول شوي ول. په همدې حال کې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دي چې د پېښې له کبله ۵۰ کسان وژل شوي دي او ډیر شمیر نور ټپیان دي. د دې ادارې په حواله د ټپي شوو کسانو په ډله کې د ځینو روغتیایي حالت یې د اندیښنې وړ دی. د سوریې د رژیم مخالفینو ویلي دي چې اوس د حلفایا سیمه د رژیم د بریدونو له کبله د خوراکي موادو د کمښت له کړکېچ سره مخامخ ده.