په سوريه کي د اساسي قانون ولسپوښتنه تر سره کيږي
۱۳۹۰ اسفند ۷, یکشنبهاعلان
په سوريه کي نن په اساسي قانون کي د بدلونونو پر سر ولسپوښتنه تر سره کيږي. د نوي اساسي قانون په مسوده کي مهم ټکی د بات گوند د يوازني واک د پای ته رسېدلو او د ولسمشر دوره تر حد اکثر دوه ځله ۷ کلونو پوري محدودول دي.
د پلان له مخي به د نوي اساسي قانون دغه مسوده د۹۰ ورځو په اوږدو کي پارلمان ته د تصويب له پاره وړاندي کړل سي. د سوريې د حکومت مخالف گوند اساسي قانون ردوي او وايي چي د نوي اساسي قانونه په مسوده کي هم د ولسمشر د واک کمولو له پاره هيڅ ماده نسته.
مخالف گوند دا بېره هم لري چي ښايي په آينده کي به يوازي هغه ډلې د گوندونو د جوړولو حق ولري چي د ريژيم سره نژدې اړيکي ولري. په عين حال کي په سوريه کي تاوتريخوالی دوام لري.
د مخالفينو د يکشنبې د ورځي د ادعا له مخي په تازه تاوتريخوالي کي لږ تر لږه ۱۰۰تنه وژل سوي دي.