1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي د اوربند له پاره «کوچنی پرمختګ»

ا.و.ا.۱۳۹۵ مهر ۳, شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو او د روسيې د بهرنيو چارو وزيران په سوريه کي د نوي اوربند له پاره خبري اتري کوي. دا په داسي حال کي چي په سوريه کي سخته جګړه روانه ده.

https://p.dw.com/p/1K7Xu
Sergei Lawrow John Kerry New York City
انځور: picture-alliance/dpa/A.Shcherbak

د امريکا د متحده ايالتو د بهرنيو چارو وزير جان کېري او د هغه روسی سيال سرګې لاوروف په نيويارک کي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پر څنډه د سوريې د لانجې په هکله سلامشورې وکړې.

جان کېري د دغو خبرو اترو وروسته وويل چي «يو کوچنی» پرمختګ سوی دی. هغه زياته کړه: «موږ يو د بل وړانديزونه په مثبته توګه ارزيابي کوو.» کېري په دې تړاو نور جزيات نه ورکړل.

دمشق اوربند ختم کړ

تر اوسه ټولې هغه نړيواله هڅې ناکامه دي چي په سوريه کي د اوربند د بېرته راوستلو له پاره سوي دي. د امريکا د متحده ايالاتو او د روسيې له خوا د توافق په ترڅ کي رامنځ ته سوي اوربند صرف څو ورځي دوام وکړ او د دوشنبې له ورځي (د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر ۱۹مه) نور نه عملي کيږي. دغه اوربند پسله يوې اونۍ څخه د سوريې د ځواکونو له خوا ختم کړل سو.

د اوربند د ختمېدو راهيسي په کورنۍ جګړه ځپلي هيواد سوريه کي بېرته سخته جګړه دوام لري. د سپتمبر په ۹مه نېټه په ژينيف کي د روسي او امريکا تر منځ په سوريه کي د اوربند پر سر توافق سوی ؤ.

د دغه توافق له مخي به روسيه د سوريې واکمن بشارالاسد دې ته هڅوي چي اوربند مراعت کړي او له بل اړخه به د امريکا متحده ايالات د ياغيانو ډلې د اوربند مراعت ته هڅوي.لاوروف: «د فاجعې مخنيوی»

Syrien Aleppo zerstörte Gebäude
پر حلب سختي نوي بمبارۍ سوي ديانځور: picture-alliance/AA/J. al Rifai

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف د ملګرو ملتونو د عمومې اسامبلې ته د وينا پر وخت وويل چي د روسي او امريکا له لوري د سوريې په تړاو رامنځ ته کړل سوي پروسې له پاره «بل هيڅ بديل نسته». هغه پر دې ټينګار وکړ چي د دغو توافقاتو د زيانمنېدو مخه نيول سخت «اړين» کار دی. لاوروف وويل: «اوس وخت رارسېدلی دی چي موږ خپل عبرت واخلو او د سوريې و يوې فاجعې ته د ننوتلو مخه ونيسو.»

د امريکا متحده ايالاتو د روسيې د بهرنيو چارو له وزير څخه وغوښتل چي اسلامپاله ډله فتح الشام چي پخوا النصره نومېده، د منځلارو ياغي ډلو څخه دي يې بېله وشمېري. د امريکا د دپلوماتانو په وينا که روسيه داسي ونه کړي نو بيا اوربند بې معنی دی.

په عيني حال کي سپيني ماڼۍ پر روسيې ږغ کړی دی چي په سوريه کي د اوربند د بېرته راژوندي کولو له پاره امکانات برابر کړي. د ولسمشر باراک اوباما ویاند وويل چي روسيه بايد چي د دې غم وخوري چي د سوريې ځواکونه پر توافق باندي عمل وکړي. وياند زياته کړه چي د سوريې پر حلب ښار د سوريې د ځواکونو تعرض او جګړه د روسيې اعتبار تر پوښتني لاندي راولي. شټاين ماير روسيه مسؤله نيسي

USA New York - Frank-Walter Steinmeier
شټاين ماير پر روسيې د توافق د عملي کولو ږغ وکړانځور: Reuters/M. Segar

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير د ملګرو ملتونو و اسامبلې ته د وينا پر وخت د سوريې د لانجې په تړاو خبري وکړې. هغه پر روسيې ږغ وکړ چي د اوربند د بېرته رامنځ ته کولو له پاره پر بشارالاسد خپل اغېز وکاروي.

شټاين ماير وويل چي اسد بايد «هوايي بريدونه ودروي.» شټاين ماير وويل چي که د اوربند د بېرته راوستلو پروسه ناکامه سي نو بيا به «د يو سياسي حل د موندلو له پاره زموږ ټولې هڅې په بمونو کي له منځه ولاړي سي.»

آلماني وزير د خپل امریکايي سيال په څېر په سوريه کي د پروازونو د بنديز د رامنځ ته کولو غوښتنه وکړه.

کېري غواړي چي د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر په ۲۴مه نېټه) په خپل پلرني ښار بوسټون کي د آلمان، فرانسې، اېټاليې او بريتانيې د بهرنيو چارو د وزيرانو سره د سوريې د جګړې پر موضوع غونډه وکړي.