1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي د ياغيانو پنځو ډلو ايتلاف کړی

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۵, جمعه

د سوريې په اپوزيسيون کي د دوامداره سياليو اصلي علت، له بشارالاسد سره په مبارزه کي ناکامي ده. اوس په حلب ښار کي د ياغيانو پنځو ډلو يو نوی ايتلاف جوړ کړی دئ.

https://p.dw.com/p/1EAHz
انځور: Reuters/H. Katan

د سوريې د ياغيانو پنځو ډلو په يوه خپره کړې ويډيو کي د يوه نوي ايتلاف اعلان کړی دئ. دغه ډلي سره له اوسه غواړي چي د سوريې په شمالي ولايت حلب کي په گډه خپله مبارزه پر مخ بوزي.

د دغه نوي ايتلاف عمده برخه د «اسلامي جبهه» او «مجاهدينو ځواک» ډلو څخه جوړه ده. د دغي ويډيو له مخي «اسلامي دولت» او «النصره جبهه» ډلي د دغه ايتلاف غړي نه دي؛ او دغه راز د «سوريې آزاد لښکر» هم په دغه ايتلاف پوري اړه نه لري. د دغه ايتلاف نوم «جهاد الشاميه» ښوول سوی دئ.

د اسد او «اسلامي دولت» تر منځ

د سوريې په کورني جنگ کي حلب ښار د جنگ مرکز گرځېدلی دئ. د دغه ښار اوسېدونکي تقريباً هره ورځ د اسد رژيم له بمباريو څخه رنځ وړي. د دغه ښار ډيري برخي په يوه کنډواله بدلي سوي دي.

په حلب کي اوس د ياغيانو ځيني ډلي له دې څخه بيره لري، چي د اسد رژيم، نوي ايتلاف او افراطي ډلي «اسلامي دولت» ډلي ترمنځ قرباني نه سي.

د حلب ښار جنوب لوېديځي سيمي د اسد د پلويانو په کنترول کي دي او شمال ختيځي سیمي ئې بيا د «اسلامي دولت» په ولکه کي دي. د دغو دوو سيمو ترمنځ بيا د دوی په اصطلاح د معتدليو ياغيانو ډلي فعالي دي.

د اسد ځواکونو د پنجشنبې په ورځ په دغه ښار کي د «اسلامي دولت» ډلي مرکزونه بمبار کړي دي. په لندن کي د سوريې د بشري حقونو د څار اداري د معلوماتو له مخي په دغو بمباریو کي ۲۱ انسانان وژل سوي دي. ويل کيږي چي کيدای سي مرگ ژوبله تر دې هم زياته وي.