1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي د کیمیاوي وسلو د کاروني ادعاوي

مسعود جهش (Reuters, AFP, dpa)۱۳۹۱ اسفند ۳۰, چهارشنبه

ملگرو ملتو او متحده ایالاتو ویلي دي چې هغوی اوس په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارونې د ادعاو په اړه څیړنې کوي. تر دې مخکې د سوریې رژیم او پاڅونکوونکو يو پر بل باندي د دغه شان وسلو د کارولو تور لگولی وو.

https://p.dw.com/p/180Uv
A boy, affected in what the government said was a chemical weapons attack, is treated at a hospital in the Syrian city of Aleppo March 19, 2013. Syria's government and rebels accused each other of firing a rocket loaded with chemical agents outside the northern city of Aleppo on Tuesday, an attack which a cabinet minister said killed 16 people and wounded 86. REUTERS/George Ourfalian (SYRIA - Tags: POLITICS CIVIL UNREST)
Syrien Aleppo Chemiewaffen Einsatzانځور: Reuters

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کیمون، د سه شنبې په ورځ ناوخته وویل چې د سوریې په کړکیچ کې د ښکیلو اړخونو له خوا د کیمیاوي وسلو کارونه یو ډیر لوی جنایت دی.

د سوریې رژیم د سه شنبې په ورځ د دې هیواد پر پاڅو کوونکو باندې تور ولگاوه چې داسې توغندي یې کارولي دي چې کیمیاوي مواد پکې کارول شوي دي. د رژیم په خبره دغو توغندیو ۱۶ کسان وژلي او ۸۶ تنه نور یې ټپیان کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې پاڅونکوونکي بیا د اسد پر رژیم باندې تور لگوي چې هغوی دغه کیمیاوي وسلې کارولې دي.

د ملگرو ملتونو له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د دغه سازمان عمومي منشي او د کیمیاوي وسلو د کارونې د مخنیوي سازمان مشر احمد اوزمکو، په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د احتمالي کارونې په اړه خپله اندیښنه څرگنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې واشنگټن د سه شنبې په ورځ د بشارالاسد د رژیم ادعاوې رد کړې او ویویل چې دغه رژیم غواړې د دغه شان ادعاو له لارې د نړیوالو پام له خپلو جنایتونو څخه بل لوري ته واړوي.

آیا په سوريه کې کیمیاوي وسلې کارول شوي دي؟

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې داسې معلومات په لاس کې لري چې ښيي د سوریې پاڅونکوونکو کیمیاوي وسلې کارولې دي. خو امریکا بیا وایي چې دغه معلومات به له روسي چارواکو سره وڅیړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند، وویل چې واشنگټن اوس د سوریې د پاڅونکوونکو هغه ادعاوې څیړي چې د دې هیواد رژیم د کیمیاوي وسلو د کارونې تر شا دی. نولاند ویلي دي: «موږ به په دې اړه له خپلو ملگرو سره یوځای کار وکړو.»

د سوریې رژیم د معلوماتو وزیر عدنان عمران، ادعا وکړه چې پاڅونکوونکو د «خان العسل» پر ښار باندې کیمیاوي وسلې کارولي دي. هغه همداراز پر ترکیې او قطر باندې د دغه برید سیاسي پړه واچوله. دا په داسې حاې کې ده چې د پاڅونکوونکو قوماندانانو د سوریې پر رژیم باندې د کیمیاوي توغنديو د کارولو تور ولگاوه.