1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي نوري کيمياوي وسلې هم کارول سوی

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۲۲, جمعه

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي دي چې په سوريه کې د اګست مياشتي د پېښي تر څنګ کیدای شي چې په څلورو نورو مواردو کې هم له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستل شوی وي. په يوه نوي رپوټ کي دا نه دي ویل شوي چې دغه وسلې چا کارولي دي.

https://p.dw.com/p/1AYro
په سوريه کي د ملګرو ملتونو پلټونکي
په سوريه کي د ملګرو ملتونو پلټونکيانځور: picture-alliance/AP

په سوريه کې د کیمیاوي وسلو د کاریدو په اړه د ملګرو ملتو د وروستیو څېړنو له مخې، په اګست میاشت کې د زهرجن سارین ګاز د تایید شوې پېښي تر څنګ، په دغه هیواد کې په څلورو نورو سیمو کې هم دغه ګاز کارول شوی دی.

په هغه رپوټ کې چي د ملګرو ملتونو څیړونکو جوړ کړی دی راغلي دي: «د ملګرو ملتونو ماموریت دې نتیجې ته رسیدلی دی چې د سوریې په روان جنګ ګې له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستل شوی دی.»

دغه رپوت د پنجشنبې په ورځ بشپړ شوی دی او د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون، ته سپارل شوی دی. رپوټ د ملګرو ملتونو د کیمیاوي وسلو د کارپوهانو له خوا جوړ شوی دی چې پکې په سوريه کې د کیمیاوي وسلو د کارونې تورونه څېړل شوي دي. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د دغي څېړونکي ډلې مشري سویدني پروفیسور اکي سیلستروم، پر غاړه لري.

څیړونکې ډلې په خپل رپوټ کې ویلي دي چې شواهد او د عیني شاهدانو بیانونه دې خبري ته اشاره کوي چې په سوريه کې له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستل شوی دی خو دغي ډلي دې خبري ته هم اشاره کړې ده چې د «لومړنیو» معلوماتو د نه شتون له کبله هغوی په دې نه دي توانیدلي چې یوې خپلواکې نتیجې ته ورسیږي.

د راتلونکي کال ترپایه به د سوريې ټولي کيمياوي وسلې له منځه يووړل سي
د راتلونکي کال ترپایه به د سوريې ټولي کيمياوي وسلې له منځه يووړل سيانځور: army.mi/ECBC

د څېړنو له مخې داسې ښکاري چې د سوریې په «خان الاسال» سیمه کې په مارچ میاشت کې، په سراقویت کې په اپریل میاشت کې او په اشرفیه او جبار سیمو کې په اګست میاشت کې کیمیاوي وسلې کارول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغو څیړونکو په کاري مسوولیتونو کې دا موضوع شامله نه وه چې په دې سیمو کې د کیمیاوي وسلو د کارولو مسوولین هم په ډاګه کړي. د ولسمشر بشارالاسد رژیم او د هغه مخالفین یو پر بل باندي تور لګوي چې په سوريه کې یې له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې ویلي ویل چې د روان کال په اګست میاشت کې د سوریې پلازمېني ته نژدې سارین ګاز کارول شوی وو.

د دغې پېښې یوه ویدیو هم خپره شوې وه چې پکې یو شمیر کسان په ډېر خراب وضعيت کي راټول شوي دي او د مرستې غوښتنه کوي. تر دې برید وروسته امریکا متحده ایالاتو وویل چې د کیمیاوي وسلو د کارولو په دې پېښه کې۱۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

په سوريه کې د کیمیاوي وسلو د کاریدو تر تایید وروسته ان په دې هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي مداخلې ګواښونه رامنځته شول. خو بیا وروسته د اسد رژیم د خپلو کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو خبره ومنله او په دې ترتیب سره پر سوریې باندې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي برید ګواښ له منځه ولاړ.

د ملګرو ملتونو هغه ډله چې په سوريه کې د کیمیاوي وسلو د کاریدو تورونه څیړي، د کیمیاوي وسلو د منع کولو په سازمان پوري تړاو لري. دغه سازمان ته په روان کال کې د نوبل جایزه ورکړل شوه.