1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي نوی اوربند پېليږي

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ شهریور ۲۲, دوشنبه

په سوريه کي د دوشنبې په ماښام نوی اوربند پېليږي. روسيې او امريکا پر دغه اوربند توافق کړی ؤ. دا نه ده څرګنده چي دغه اوربند به څومره بريالی وي.

https://p.dw.com/p/1K0TE
د سوريې حلب ښار زښت زيانمن سوی
د سوريې حلب ښار زښت زيانمن سویانځور: picture-alliance/dpa/Sputnik

د احرارالشام په نوم د سوريې د ياغيانو يوې ملېشې ويلي دي چي اوربند به د سوريې د خلکو کړاؤنه لا زيات کړي. د يادي ډلې له خوا په انټرنټ کي په يو ويډيو کي ويل سوي: «د سوريې ولس نيمګړي حلونه نه سي منلای.» دغه ويډيو د يکشنبې (د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر ۱۱مه نېټه) په ماخستن خپره سوې ده.

په دغه ويډيو کي د يادي وسله والې ډلې مرستيال مشر علي عمر ويلي: «د روسيې او امريکا تر منځ توافق... زموږ د ياغي ولس ټولې قربانۍ او برياليتوبونه ختموي.» هغه زياته کړې: «دغه اوربند د دې لامل کيږي چي رژيم قوي سي او حزب انقلاب په نظامي توګه محاصره کړل سي.»

عمر د توافق هغه برخه رد کړې ده چي پکښي له ياغيانو غوښتل سوي چي د جهادي ډلې فتح الشام (مخکنی نوم: النصره) سره همکاري پای ته ورسوي. خو د فتح الشام وياند مصطفی محمد پر ټويټر ليکلي: «ټولې هغه خبري اتري او توافقونه چي په محاذ کي جنګېدونکي پکښي دخيل نه وي، بېکاره دي.»

د سوريې د ياغيانو د بيلو ډلو څخه جوړ سوي د «سوريې آزاد پوځ» بيا د امريکا متحده ايالاتو ته په يو لیک کي ليکلي دي چي «مثبته همکاري» به وکړي. خو په دغه ليک کي دا اندېښنه هم ښودل سوې ده چي له دغه تړون څخه ښايي ګټه پورته کړي.لمر لوېدل د اوربند پېل

سرګې لاوروف او جان کېري د اوربند پر طرحه توافق کړی ؤ
سرګې لاوروف او جان کېري د اوربند پر طرحه توافق کړی ؤانځور: picture-alliance/dpa/A.Shcherbak

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر۹مه نېټه) د روسيې او د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرانو اعلان کړی ؤ چي په سوريه کي د اوربند په تړاو توافق ته سره رسېدلي دي. د دغه توافق له مخي به د ياغي ډلو او حکومتي ځواکونو تر منځ د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر ۱۲مه نېټه) د لمر د لوېدو سره سم دغه اوربند پېل سي.

د دغه اوربند مقصد و بند راغلو ولسي خلکو ته د بشري مرستو د رسولو امکان برابرول ښودل سوی دی. که دغه اوربند اوه ورځي دوام پيدا کړي نو بيا روسيه او د امريکا متحده ايالات غواړي چي په ګډه د داعش ډلې او د فتح الشام ډلې پر ضد اقدامات وکړي.

د تيري اونۍ په آخره کي د دغه کورنۍ جګړې اړخونو په خپلو بريدونو کي يو ځل بيا زياتوالی راوستلی ؤ. په دې ترڅ کي ويل کيږي چي تر ۱۰۰ څخه زيات ملکيان ووژل سول. دا هغه وخت کله چي جنګي الوتکو پر محاصره ښار حلب او پر ادليب بمبارۍ وکړې. د يادي مرګ ژوبلي په تړاو معلومات لندن مېشته د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان ورکړی دی. د سوريې جګړه چي له ۲۰۱۱ کال راهيسي ادامه لري پکښي په سلهاؤ زره انسانان وژل سوي او په مليونونو انسانان و هجرت ته اړ سوي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.08.2016):