1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي په زرونو کسان په ډله ايزه توگه اعدام شوي

۱۳۹۵ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

د بخښنې نړیوال سازمان اټکل کوي چې له۲۰۱۱ تر ۲۰۱۵م کال پورې د سوریې په یوه پوځي زندان کې هره ورځ ۵۰ ملکیان په غیر قانوني توگه اعدام شوي دي. ایمنسټې د جزا نړیوالې محکمې ته د سوريې رژیم د وړاندي کولو غږ کړی.

https://p.dw.com/p/2X56D
Symbolbild Syrien Gefängnis
انځور: Getty Images/AFP/J. Eid

د بخښني نړیوال سازمان له خوا د سه شنبې په ورځ د وړاندي کړي رپوټ له مخې له ۲۰۱۱م کال څخه تر ۲۰۱۵م کاله پورې د سوریې د صیدیانا، په پوځي زندان کې له ۵۰۰۰ څخه تر ۱۳۰۰۰ پورې کسان اعدام شوي دي.

ایمنسټي انټرنیشنل په خپل دغه رپوټ کې ویلي دي چې زیاتره قربانیان ملکي کسان دي، چې د سوریې د بشارالاسد رژیم مخالفت یې کاوه.

دغه رپوټ چې «د انسانانو مسلخ: د سوریې په صیدیانا زندان کې ډله ایز ځړول او وژل» نومیږي له ۸۴ عیني شاهدانو او کارپوهانو سره د مرکو پر مټ جوړ شوی دی. په دغو کسانو کې د زندان ساتونکي، پخواني بندیان، قاضیان او مدافع وکیلان شامل دي.

په آلمان کې د ایمنسټي انټرنیشنل عمومي منشي مارکووس بیکو، ویلي دي: «د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۵م کلونو تر منځ صیدیانا د ډله ایزو اعدامونو شاهد وو چې په اوونۍ کې به شا او خوا ۵۰ کسان اعدامیدل.»

د رپوټونو له مخې دغه اعدامونو ته د سوریې حکومت اجازه ورکړې وه او یوې پوځي محکمې به یوازې څو دقیقي وخت نیوه چې بندیانو ته د اعدام حکم واوروي.

رپوټ زیاتوي چې همداشان نور په زرونو کسان د شکنجو یا ربړولو او د غیر انساني چلن له کبله مړه شوي دي. بیکو ویلي دي چې دغه جرمونه بې مجازاتو نه شي پاتې کیدای او باید د جزا نړیوالې محکمې (آی سي سي) ته وړاندي کړل شي.

د بیکو په خبره که چیري د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د دغې لار مخه ونیوله شي نو بیا به غړي هیوادونه په فردي ‌‌ډول ټول هغه څه وکړي، څو دا خبره یقیني کړي چې دغو جرمونو ته ځواب وویل شي.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې د ډله ایزو اعدامونو په ترڅ کې د پنځو کلونو په موده کې په منظمه توگه هره اوونۍ او ځینې مهال په اوونۍ کې دوه واري تر پنځوسو کسانو پورې په دار ځړول کیدل. زیاته شوې ده چې دغه کار به د شپې له خوا په ډیره مخفي توگه تر سره کیدی. په رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې د دې له پاره قوي دلایل شته چې ښایي اوس هم دغه کار تطبیقیږي.

د رپوټ له مخې بندیان به د پوځې محکمې له لوري د گړندیو پروسو په ترڅ کې چې یوازې څو دقیقي وخت به یې نیوه، د مرگ په سزا محکومول. دغه حکمونه به زیاتره وخت د ناسمو اعترافو له مخې کیدل چې بندیانو به د شکنجې په ترڅ کې پرې اعتراف کړی وو.

د بشري حقونو دغه سازمان له ملگرو ملتونو څخه د عاجلې مداخلې او څېړني غوښتنه کړې ده. د دغه سازمان په وینا د ملگرو ملتونو امنیت شورا باید پر دغو ډارونکو جرمونو سترگې پټې نه کړي.

د تیر میلادي کال په اگست میاشتې کې لا ایمنسټې انټرنیشنل ویلي وو چې په ۲۰۱۱م کال کې په سوریه کې تر پاڅونونو وروسته په حکومتي زندانونو کې کابو ۱۸۰۰۰ انسانانو وژل شوي دي. ویل شوي ول چې په دغو زندانونو کې د بندیانو پر وړاندې له لومړۍ شیبې څخه د شکنجې او نورو ناوړه لارو چارو څخه کار اخیستل شوی دی.

د سوریې د بشري حقونو فعالان له ۲۰۱۱م کال څخه تر اوسه په سوریه کې په حکومتي زندانونو کې آن تر ۵۰۰۰۰ کسانو د مړه کیدو اټکل کوي، چې زیاتره یې ښایي د شکنجو په پایله کې وي.

په سوریه کې له ۲۰۱۱م کال راهیسې یوه خونړۍ کورنۍ جگړه ادامه لري چې تر اوسه یې تر ۳۱۰ زرو زیاتو کسانو ژوند اخیستی او نور په میلیونونو یې له خپلو ټاټوبو بې ځایه کړي دي.