1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي یاغیانو د حلب د محاصرې ماتولو عملیات پیل کړي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۱۱, دوشنبه

د سوریې جهادي یاغیانو د دغه هیواد د رژیم له خوا د حلب ښار د محاصرې ماتولو په موخه عملیات پیل کړي دي. د دې ښار ختیځه برخه چې اوس هم پکې په زرونو ملکیان اوسیږي، له دوو اونیو راهیسې کلا بنده ده.

https://p.dw.com/p/1JZkV
انځور: picture alliance/abaca

دوو ځواکمنو یاغي ډلو د یکشنبې په ورځ د ایران له ملاتړه د برخمنو ملیشو له ولکې څخه د حلب ښار د ختیځې برخې د خلاصولو په موخه عملیات پیل کړل. د دغو عملیاتو هدف د حلب ښار د محاصرې ختمول ښوول شوي دي.

ویل کیږي چې د سلفيانو قوي ډله احرار الشام او ملګرې ډله یې چې الجبهه الشامیه نومیږي، د سوریې رژیم او حزب الله په کنترول د حلب په سویل او سویل لویدیځ کې ځینې سیمې نیولې دي. الجبهه الشامیه تر دې دې مخکې د النصره جبهې، په نوم یادیده چې له القاعدې ترهګرې شبکې سره یې هم تړاو لاره.

د سوریې پوځ چې د روسیې له هوایي ملاتړ څخه برخمن دی د جولای میاشتې په نيمايي کې وتوانید چې د حلب ښار ختیځه برخه محاصره کړي. دغه سیمه له ۲۰۱۲م کال راهیسې د سوريې د پاڅونکوونکو په کنترول کې ده.

د سوریې پوځ د پاڅونکوونکو له خوا بریدونه تائید کړي دي خو ټینګار یې کړی دی چې دغه بریدونه بیرته پر شا تنبول شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشته سازمان ویلي دي چې پاڅونکوونکي به د حلب په دې برخه کې ډیره سخته جګړه په مخ کې ولري. د دې سازمان مشر رامي عبدالرحمان، ویلي دي: «دا به یوه اوږده او سخته جګړه وي. پوځ [د بشار الاسد ځواکونه] د ایراني او حزب الله پوري تړلو ځواکونو له سخت ملاتړ څخه برخمن دي. پر دې سربیره روسي الوتکې هم د هغوی ملاتړ کوي.»

که د ولسمشر اسد ځواکونه وتوانیږي چې د حلب ښار په بشپړه توګه تر خپل کنترول لاندې راولي، نو دا به د هغوی له پاره یوه ډیره لویه بريا وي. له بلې خوا که پاڅون کوونکي وتوانیږي چې محاصره ماته کړي او یو ځل بیا له نورو یاغیانو سره خپله اړیکه ټینګه کړي، نو په دې سیمه کې به د اسد پر ضد مخالفت دوام ومومي.

تر دې مخکې سوریې او روسیې ویلي وو چې د حلب په ختیځه برخه کې بندو پاتو ملکي کسانو ته د ځان د ژغورلو او همداراز یاغیانو ته د تسلیمیدو چانس ورکړی دی. خو یاغیان بیا وایي چې دا یوازې د روسیې پروپاګند دی.