1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې امریکایي خبریال لا درکه دئ

۱۳۹۱ شهریور ۳, جمعه
https://p.dw.com/p/15vvW

د رپوټونو په حواله په سوریه کې یو آزاد خبریال د یوې اونۍ راهیسې لادرکه دئ. په داسې حال کې چې د هغې د خوندي پاتې کیدو په اړه اندیښنې ورځ تر بلې ډیریږي. د واشنگټن پوسټ ډیلې او د میک کلیچي نیوز گروپ، په نوم ادارې خبر ورکړی دئ چې دوی له خپل ۳۱ کلن خبریال سره چې ژورنالیست او عکاس دئ له یوې اونۍ راهیسې په سوریه کې کومه اړیکه نه لري.

د واشنگټن پوسټ په حواله دغه خبریال د مې په میاشت کې سوریې ته د ترکیې له لارې داخل شوی وو او یو څه موده له یاغیان سره تر سفر کولو وروسته په روانه میاشت کې دمشق ته رسیدلی وو تر څو هلته د جگړې په اړه رپوټونه ورکړي. د نوموړي اخبار په وینا له دغې مودې وروسته د هغه کورنۍ او همکارانو له هغه سره کومه اړیکه نه ده لرلې.

د اخبار په وینا چې دوی د هغه د خوندي پاتې کیدو په اړه ډیر اندیښمن دي. زیاته شوې ده چې د جنوري په میاشت کې د خبریال په توگه د دندې د پیلولو څخه د مخه هغه د متحده ایالاتو په سمندري پوځ کې د کپتان په توگه دنده تر سره کړې ده.