1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې د اوربند ټینگیدو هڅې

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

د سوریې پوځ د کلابند شوي ښار حلب، شا او خوا سیمه کې د اوربند موده غځولې ده. مسکو او واشنگټن په ټول هیواد کي د اوربند کولو له پاره د خپلو هڅو د گړندي کولو هوډ څرگند کړی دی.

https://p.dw.com/p/1Iku6
په حلب کي ويجاړي سيمي
انځور: Reuters/H. Katan

د دوشنبې په ورځ د سوریې د حلب ښار په چار چاپیره سیمه کې د راتلونکو ۴۸ ساعتونو له پاره د اوربند موده وغځیده. په دې ترڅ کې امریکا متحدو ایالاتو او روسیې د سوریې د کورنۍ جگړې د ختمولو له پاره د خپلو هڅو د «دوه برابره» کولو ژمنه کړې ده.

په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه گډه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د روسیې فیدراسیون او امریکا متحد ایالات هوډ لري چې خپلې هڅې دوه برابره کړي، څو د سوریې د شخړې په هکله یوه سیاسي جوړ جاړي ته ورسیږي.»

کرملین او سپیني ماڼۍ د شخړي د ترینگلتیا په راکمیدو کې د ځینو «پرمختگونو» په هکله خوښي ښوولې خو ویلي دي چې په ځینو ځایونو کې د جگړې د ختمولو او همداشان د جگړې له کبله کلابندو شوو سیمو ته د بشري مرستو د رسوولو په برخه کې ستونزي شته.

دا چې ژر تر ژره د مرستو ویش یقیني کړای شي، روسیې ویلي دي چې له سوریایي چارواکو سره به په گډه کار وکړي، څو په هغو ځایونو کې هوایي عملیات راکم کړي چې اوسیدونکي یې ملکي کسان وي. خو ترهگره ډله «اسلامي دولت» په دغه څه کې نه راځي.

واشنگټن بیا له خپله اړخه ویلي دي چې دوی به په سیمه کې خپلو متحدینو ته د مرستو په ډیرولو سره ثبات رامنځ ته کړي، څو «د خپلو پولو په اوږدو کې ترهگرو سازمانونو ته د جنگیالو، وسلو او اقتصادي تمویل د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.»

حلب، چې یو وخت د سوریې دوهم ستر ښار او اقتصادي مرکز گڼل کېدی، د اپریل میاشتې په وروستیو کې د سخت تاوتریخوالي شاهد وو چې پکښې تر ۳۰۰ پوري کسان ووژل شول. د سوریې پوځ په لومړي سر کې تر سه شنبې پوري د یوه اوربند اعلان کړی وو خو اوس دغه اوربند د چهارشنبې د شپې تر نیمایي پورې غځول شوی دی.

یاغیان هم لا باید دغه اوربند تائید کړي. د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان چې مقر یې په لندن کې دی ویلي دي چې د بشارالاسد مخالفو جنگیالیو د حکومت له لوري د حلب پر کنترولیدونکي سیمه د یکشنبې په ورځ توغندی توغولي چې پکښې د دوو ماشومانو په گډون پنځه ملکي کسان وژل شوي دي.

د سوریې پنځه کلنې کورنۍ جگړې تر اوسه تر ۲۷۰ زرو د زیاتو کسانو ژوند اخیستی او په میلیونونو کسان یې له خپلو ټاټوبو مهاجر کړي.