1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې د تښتول شوو مسیحانو په هکله انديښنه

dpa۱۳۹۳ اسفند ۵, سه‌شنبه

افراطي ډلې «اسلامي دولت» یووار بیا څو تنه مسیحان تښتولي دي، خو دا وار دا پيښه په سوریه کې رامنځ ته شوې ده. د هغوی برخلیک نامعلوم دی. د تښتول شوو کسانو شمیر ۵۶ تنه ښوول کیږي.

https://p.dw.com/p/1EgOT
انځور: AP

ترهگري ډلي «اسلامي دولت» د سوریې په شمال ختیځ کې ۵۶ سوریایي مسیحان تښتولي دي. دغه خبر په لندن کې د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان ورکړی دی.

د دغه سازمان په وینا دغه کسان له الهسکه ښار څخه تښتول شوي دي. آشوریه، مسیحان د سوریې د نفوس پنځه سلنه جوړوي. د رواني میلادي میاشتې په نیمایي کې په لېبیا کې د اسلامي دولت، ډلې پلویانو له ۲۱ مصري قبطي مسیحانو څخه سرونه پرې کړل.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د ترهگري ډلي اسلامي دولت جنگیالیو د دوشنبې په ورځ د الهکسه په شمال لویدیځ کې پرتو کلو باندي یرغل وکړ او یو ځيني سیمې یې ونیولې چې زیاتره اوسیدونکي یې آشوریه عیسویان دي. د عیني شاهدانو په وینا اوس ډېری اوسیدونکي له دغي سیمې څخه تښتېدلي دي.

افراطي ډله «اسلامي دولت» تر ټولو زیات په سوريه او عراق کې ډیري سیمي په خپل کنترول کې راوستلي دي، چې پکښې زور زیاتی واکمن دی.

د دغي ډلي خونړي اعمال د ملگرو ملتونو د کارپوهانو د اټکلونو له مخې ښایي د نسل وژني په جرم کې راشي. د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر دغو تندلارو تور لگولی، چې په سیستماتیکه توگه خاص مذهبي اقليتونه په نخښه کوي، څو له منځه یوړل شي. په دغه ډله کې د عیسویانو تر څنگ یزیدان او ترکمن هم شامل دي.

په عین وخت کې نړیوالي ټولني د دغي ډلي پر ضد خپله مبارزه پیاوړې کړې ده. فرانسې په عراق کې د تندلارو اسلامپالو پر ضد جگړه کې د «شارل دو گل» په نوم الوتکې وړونکې کښتۍ په کار اچولې ده.

له څو میاشتو راهيسي د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب نړیوال پوځي ائتلاف په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلي پر مورچلونو باندي هوایي بریدونه کوي.

په لندن کې د سوريې د بشري حقونو د څارني سازمان د معلوماتو له مخې په دغو هوایي بریدونو کې یوازي په سوریه کې نزدې ۱۶۰۰ تنه وژل شوي دي.

د بخنښنې نړیوال سازمان خپل رپوټ وړاندې کوي

په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د فبرورۍ ۲۴مه) د بخښني نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل د تاوتریخوالي او بې عدالتۍ په هکله خپل کلنی رپوټ وړاندي کړي.

د دغه راپور مهم موضوعات افراطي ډله اسلامي دولت، او تر ټولو زیات د نایجیریا په شمال کې د «بوکو حرام» په نوم فعاله تندلاره ډله ده.