1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې د روسیې د پوځي حضور په اړه اندېښنه

۱۳۹۴ شهریور ۱۸, چهارشنبه

ناټو اندیښنه لري چې کیدای شي روسيه، سوریې ته د وسلو د لېږد په حال کې وي څو د اسد رژیم ملاتړ ډېر کړي. په عین حال کې کریملین د بلغاریا د هغې پریکړې د عواقبو په اړه ګواښ کړی چې وایي د روسیې پر پوځي الوتنو يې بندیز لګولی دی.

https://p.dw.com/p/1GTPu
Syrien Sergej Lawrow und Bashar Assad in Damaskus
انځور: picture-alliance/dpa/Stringer/Ap/Pool

د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ، د سه شنبې په ورځ له هغه وروسته په دې اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه چې ځينو رسنیو وویل روسیه کیدای شي اوس سوریې ته د پوځي مرستو د استولو په حال کې وي.

ستولتنبرګ وویل: «هو، زه د هغو رپوټونو له کبله اندېښمن یم چې ښيي روسیه کیدای شي اوس سوریې ته د پوځي پرسونل او الوتکو د استولو په حال کې وي.» هغه زیاته کړه: «د اسد رژیم هر ډول پوځي ملاتړ روان کړکیچ نور هم ژورولای شي.»

د ستولنبرګ له خبرو لږ مخکې، بلغاریا پریکړه وکړه چې خپل هوایي حریم د هغو روسي پوځي الوتکو پر مخ وتړي چې روسیې ته تلونکې دي. بلغاریا ویلي دي چې دا کار یې له دې کبله کړی دی چې په باور نه لري په الوتکو کې دې هغه څه چې ویل شوي دي بار وي.

کریملن بیا په دې اړه د نورو توضیحاتو غوښتنه وکړه چې ولي بلغاریا سوریې ته د دغه هیواد د مرستو مخه نیولې ده. کریملن ویلي دي چې دا کومه پټه خبره نه ده چې په الوتکو کې پوځي مرستې وي، څو له سوریې سره له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مرسته وشي. یوه لوړپوړي روسي چارواکي ویلي دي چې دا کار به عواقب ولري.

روسي رسنیو د دغه هیواد د چارواکو په حواله ویلي دي چې د بلغاریا دا پریکړه کیدای شي آن د دواړو هیوادونو د اړیکو پر راتلونکې باندي هم اغېزه وکړي.

مسکو په سوريه کې د اسد رژیم ملاتړ کوي. روسیې له خپل ویتو حق څخه په استفادې سره تر اوسه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اسد ضد څو اعلامیو مخه نیولې ده.