1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې د څارونکي پلاوي موده وغځول شوه

۱۳۹۱ تیر ۳۱, شنبه

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په سوریه کې د څارونکي پلاوي د ماموریت د کار موده غځولې ده. دغه موده وروسته تر هغې غځول کیږي چې روسیې او چین د دمشق پر وړاندې د یوه بل پریکړه لیک د تصوبیدو مخه ونیوله.

https://p.dw.com/p/15cgn
انځور: Reuters

روسیې او چین د جمعې په ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کې د څارونکي ماموریت د پلاوي د مودې د غځولو په رایې اچونه کې برخه واخیسته او دغه ماموریت د نورو ۳۰ ورځو له پاره تمدید کړای شو. په داسې حال کې چې په سوریه کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ د سختو نښتو راپورونه هم ورکول شوي دي.

د امنیت شورا په یوه خوله د یوې میاشتې د مودې له پاره د دغه څارونکي پلاوې موده وغځوله، خو د امنیت په شورا کې د پنجشنبې په ورځ د روسیې او چین له خوا د دمشق پر وړاندې د پریکړه لیک ویټو کولو په دغه شورا کې سخت اختلافات رامنځ ته کړي دي.

روسیه او چین د نوي پریکړه لیک د ویټو کولو له پاره دا دلیل وړاندي کوي چې په نوي پریکړه لیک کې د اوومې مادې شاملول به د لیبیا په څیر لویدیځو هیوادونو ته د پوځي مداخلې اجازه ورکړي.

د ملگرو ملتونو د منشور اوومه ماده د امنیت شورا ته د بندیزونو د وضع کولو او پوځې ځواک څخه د کار اخیستلو اجازه ورکوي. که څه هم لویو قدرتونو لکه فرانسې، بریتانیا، المان او متحده ایالاتو لږ تر لږه په عامه محضر کې په سوریه کې پوځي مداخلې ته ډیره کمه لیوالتیا ښوولې ده، خو د دې پر ځای هغوی د بندیزونو د وضعه کیدو پر اهمیت باندې ټینگار کوي چې د کوفي عنان د سولې پلان ته لار هواره شي.

د ملگرو ملتونو څارونکی ماموریت د روان کال د مې په میاشت کې په سوریه کې ځای پر ځای شوی وو. دغه ۳۰۰ کسیز پلاوی چې مشرې ئې نارویژنی جنرال رابرت مود کوي، دنده په سوریه کې د تاوتریخوالي د پیښو او د دواړو خواوو (دولتي ځواکونو او مخالفینو) له لوري په دې اړه راپور ورکول چې آیا اوربند مراعتوي او که نه.

د ملگرو ملتونو او عربي لیگ د ځانگړي استازي کوفي عنان د سولې شپږ ټکیز پلان کې له دواړو خواوو څخه د ډزبندې غوښتنه شوې وه او د سوریې له دولت څخه غوښتل شوي وو چې د دغه هیواد له ښارونو څخه درنې وسلې وباسي.

خو په سوریه کې اوس د تاوتریخوالې پیښې دې حد ته رسیدلي دي چې د یوې کورنۍ جگړې بڼه ئې خپله کړه ده او دغه جگړه اوس تر پلازمینې دمشق پورې هم رسیدلې ده. څارونکي پلاوي په سوریه کې د تاوتریخوالې له امله خپل ماموریت د جون د میاشتې له ۱۶مې نیټې څخه راپدیخوا درولی دئ.

په دمشق کې د بشارالاسد پلوي ځواکونو د جمعې په ورځ د یاغیانو پر وړاندې درانه پوځي عملیات پیل کړي دي او له یاغیانو څخه ئې د ښار سویلي برخه بیرته لاندې کړې ده. د دولت له لوري دغه عملیات په داسې وخت کې پیلیږي چې یاغیانو تیره ورځ د عراق او ترکیې پولو ته څیرمه دوې دولتي پوستې نیولې وې.

د بشري حقونو د ټولنو په وینا یوازې د پنجشنبې په ورځ د تاوتریخوالي په پیښو کې شاوخوا ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اچکزی