1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې لا هم جگړه ادامه لري

۱۳۹۱ شهریور ۶, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15xAE

په سوریه کې د دولتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د یکشنبې په ورځ هم په بیلا بیلو سیمو کې د وسله والو نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي خو په ځانگړې توگه د حلب په ښار کې لا هم جگړه ادامه لري. د رویټرز خبري آژانس خبریال په حلب کې د یکشنبې ورځ جگړه په تیره اونۍ کې تر ټولو د درنې جگړې په توگه یادوي.

په عین وخت کې د اپوزیسیون فعالین د بشارالاسد پر پلوي ځواکونو تور لگوي چې د دمشق په اطرافو کې ئې یوه ډل وژنه تر سره کړې ده. دغه سیمه په نزدې وخت کې دولتي ځواکونو له یاغیانو څخه نیولې ده. د اپوزیسیون فعالین ادعا کوي چې د درعا په ښار کې تر ۳۰۰ زیات جسدونه چې پکښې ښځې او ماشومان هم شامل دي په کورونو او زیر زمنیو کې موندل شوي دي. په سوریه کې په بهرنیو خبریالانو باندې لگیدلي بندیزونو دا کار کابو ناشونی کړی دئ چې د مرگ ژوبلې ارقام له آزادو سرچینو څخه تائید کړای شي.