1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې لا هم نښتې ادامه لري

۱۳۹۱ شهریور ۷, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15xp5

په سوریه کې د دوشنبې په ورځ د وسله والو نښتو او بمباریو رپوټونه ورکړل شوي دي. د خبري آژانسونو په وینا د پلازمینې دمشق په اطرافو کې د یاغیانو پر مورچلو باندې جنگي الوتکو بمباري کړي ده او یاغیان وایي چې دا لومړی وار دئ چې د دمشق په اطرافو کې دولتي ځواکونه بمباري کوي. د سوریې د اپوزیسیون فعالین ادعا کوي چې د دوشنبې په ورځ د سوریې په اطرافو کې په بریدونو کې شپیته تنه وژل شوي دي.

دغه بریدونه یوه ورځ وروسته تر هغې تر سره کیږي چې د درعا په گاونډ کې د یوې ډل وژنې تور پر دولتي ځواکونو پورې کیږي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون دغه ډل وژنه په کلکه غندلې او دا ئې یو ظالمانه عمل بللی دئ. په عین وخت کې بانکي مون د دغې پیښې په آزادانه توگه د پلټنو غوښتنه کړې ده. له بل پلوه د فرانسې ولسمشر د سوریې په اپوزیسیون غږ کړی دئ چې یو مؤقتي دولت تشکیل کړي.