1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې لا هم نښتې ادامه لري

۱۳۹۱ مهر ۱, شنبه
https://p.dw.com/p/16CgE

د سوریې د دولتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د اردن پولې ته څیرمه د یوې وسله والې نښتې رپوټ ورکړل شوی دئ. دغه خبر د سوریې د اپوزیسیون فعالینو ورکړی دئ. زیاته شوې ده چې دغه پیښه د النصیب سرحدي سیمې ته څیرمه رامنځ ته شوې ده. د فعالینو په وینا د سوریې په یو شمیر نورو سیمو کې هم دولتي جیټ الوتکو بمباري کړي ده. په سوریه کې په ژورنالیستانو باندې د دولت له لوري د لگیدلو محدودیتونو له امله د پیښو په اړه وضاحت یو ستونزمن کار دئ.

د سوریایي فعالینو د بشري حقونو د ټولنې د رپوټ پر اساس د جمعې په ورځ په سوریه کې تر ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي دي، چې زیاتره ئې پلازمینې دمشق ته څیرمه او د حلب په ښار کې وژل شوي دي. په عین وخت کې عراق د شمالي کوریا پر الوتکو د خپل هوایي قلمرو د بندولو اعلان کړی دئ. دغه اعلان وروسته تر هغې کیږي چې داسې شکونه رامنځ ته شول چې دغه الوتکې سوریې ته وسلې انتقالوي.