1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې نښتې په شدت سره ادامه لري

۱۳۹۵ شهریور ۳۰, سه‌شنبه

په سوریه کې د یوه اوربند د مهلت تر ختمیدو وروسته نه یوازې یاغیان وژل شوي بلکه د سرې میاشتې کارکوونکي هم وژل شوي دي. دغه مرستندویه سازمان له اړو ملکي وگړو سره مرسته کول غوښتل چې تر برید لاندې راغلل.

https://p.dw.com/p/1K5Cp
انځور: Reuters/A. Ismail

د فعالانو د وینا له مخې د سوریې په شمال کې د یاغیانو پر سیمو باندې د هوایي بمبارۍ په پایله کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي دي. لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان د حلب ښار او شا او خوا سیمو کې تر څلویښتو زیاتو بریدونو د تر سره کیدو رپوټ ورکړی دی.

حلب ته څیرمه د اروم الکبری په سیمه کې د مرستندویه توکو لاریو ته هم زیان اوښتی دی. د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان چې اپوزیسیون ته نزدې گڼل کیږي، رپوټ ورکړی دی چې د سرې میاشتې ۱۲ مرستندویان او د لارۍ چلوونکي هم وژل شوي دي. ملگرو ملتونو هم دا خبره تائید کړې ده چې ۱۸ لارۍ موټرو ته زیان اوښتی دی چې د مرستندویه کتار برخه وه.

د ملگرو ملتونو حیرانتیا

ملگرو ملتونو دغه مرگوني برید ته په غبرگون کې کرکه او حیرانتیا ښوولې ده. د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر ستېفن اوبراین، په نیویارک کې ویلي دي که چیرې د مرستندویه کارکوونکو پر ضد دغه برید په قصدي توگه تر سره شوی وي، نو په وینا یې بیا «د جنگي جرمونو په کتار کې شمیرل کیږي.»

همداشان د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ستېفن دیمستورا، د دغې پیښې په هکله سخته غوسه څرگنده کړې ده.

د ملگرو ملتونو استازي پر دې خبره ټینگار کړی دی چې د حلب د سیمي له پاره د مرستندویه توکو دغه کاروان په دې ځای کې د جگړې د ښکیلو اړخونو سره د ژورو خبرو اترو وروسته چمتو شوی وو او په څرگند ډول د بشري مرستو د ترانسپورت په توگه نښاني کړل شوی وو.

اوبراین په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې د دې له پاره هیڅ وضاحت او بخښنه، هیڅ علت او توجیه نه شته چې د زړورو بشري مرسته کوونکو پر ضد دې جگړه تر سره شي.

د ټپیانو له پاره پټۍ نه شته

لندن مېشته د بشري حقونو د څار سازمان د دغو بریدونو له پاره د سوریې او روسیې هوایي ځواکونه گرم گڼلي دي. د سپن خولیو نومې مرستندویه سازمان مشر ابراهیم الحج، ویلي دي: «په سوریه کې وضعیت وحشتناک دی.» د هغه په خبره په کلینکونو کې د لومړنیو بنسټیزو آسانتیاو کمی دی، څو د ټپیانو درملنه وشي.

تر دې مخکې د سوریې پوځ د یوه اوربند د ختمیدو اعلان کړی وو، هغه یو اوربند چې په رسمي توگه له یوې اوونۍ راهیسې نافذ وو خو څو وارې ترې سرغړونه شوې وه. په واشنگټن کې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کیربي، ویلي وو چې دوی چمتو دي چې د اوربند د غځیدو په هکله له روسیې سره سلا مشورې وکړي.

خو تر دې یو لږ څه وروسته د واشنگټن په لهجه کې توپیر راغی او جان کیربي اعلان وکړ چې د متحدو ایالاتو حکومت به پر مرستندویه کتار باندې د بمبار موضوع په مستقیمه توگه له روسیې سره مطرح کړي.

مرگوني تیروتنه

په اصل کې باید د اووه ورځني اوربند وروسته د توافق بل پړاو تطبیق شوای وای. امریکا متحدو ایالاتو او روسیې پریکړه کړې وه چې په گډه د ترهگرو ډلو لکه «اسلامي دولت» یا داعش او فتح الشام (پخوانۍ النصره جبهه) پر ضد گامونه واخلي. خو د میلادي اوونۍ په پای کې د واشنگټن او مسکو تر منځ وروسته له هغې ترینگلتیا رامنځ ته شوه چې امریکایي د الوتکو په بمبارۍ کې د سوریې ډیر شمیر عسکر ووژل شول. متحدو ایالاتو بیا وروسته د یوې تیروتنې څخه یادونه وکړه. روسیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد تر ټولو مهم متحد گڼل کیږي.