1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې پارلماني ټاکنې

د آلمان خبري آژانس، د فرانسې خبري آژانس۱۳۹۵ فروردین ۲۵, چهارشنبه

په سوریه کې پر پارلماني ټاکنو نیوکې شوي دي، ځکه چې انتخابات د سوریې د مشرتابه تر کنترول لاندې سیمو کې تر سره کیږي. یوازې اپوزیسیون نه دی چې دغه ټاکنې د سولې د خبرو اترو له پاره یو خلل گڼي.

https://p.dw.com/p/1IUV2
Syrien Parlamentswahlen Wahlplakate
انځور: Reuters/O. Sanadiki

لږ تر لږه د سوریې رژیم غواړي چې په ظاهري توگه د بشارالاسد حاکمیت خوندي وښيي. د سوریې په پلازمینه دمشق کې په لویو څلور لارو او سړکونو کې د هغو کاندیدانو انتخابي پوسترونه تر سترگو کیږي چې په ننۍ ټاکنو کې کومه پارلماني څوکۍ گټل غواړي. ښځي او سړي د خپل ځان او د هیواد د ښې راتلونکي له پاره تبلیغ کوي. دا په داسې حال کې ده چې سوریه د یوې سیاسي عادې حالت څخه د یوې کورنۍ جگړې له کبله چې شپږم کال پر اوړي لا ډیره وړاندې ده.

په عمومي توگه د سوریې پارلمان د هغه ځای په توگه انگیرل کیږي چې اسد او حکومت یې خپل سیاست ته د ۲۵۰ استازو په واسطه عملي جامه اغوندي. څلور کاله ترمخه ټاکل شوی پارلمان د واکمن گوند بعث په لاس کې دی، او داسې اټکل کیږي چې په راتلونکي وخت کې به هم واک ولري.

د رایې ورکوونکو شمیر نه دی معلوم

د دغه هیواد په ډیرو برخو کې چې د ترهگرې ډلې «اسلامي دولت» او یا هم د یاغیانو د نورو ډلو له لوري کنترولیږي، ټاکنې نه تر سره کیږي. دا چې څومره شمیر رای ورکونکي شته حکومت یې په هکله هیڅ معلومات نه دي ورکړي. کابو پنځه میلیونه سوریایان چې له هیواد څخه د باندې تیښتې ته مجبوره شوي دي، د رایې ورکولو له حق څخه محرومه دي.

د ډیر شمیر ښځینه او نارینه کاندیدانو له کاندیداتورۍ څخه لاس اخیستلو موضوع هم د پام وړ ده. په اصل کې ۱۱۰۰۰ سوریایانو په پارلمان کې د یوې څوکۍ د تر لاسه کولو له پاره ځانونه کاندید کړي ول. خو اوس یوازې ۳۵۰۰ نوماندان پاتې دي. د سوریې د ټاکنو د کمېسیون مشر حشام الشر، ویلي دي چې دا یوه عادي خبره دی چې دومره کسان له خپلې نوماندۍ تیر شوي دي. د هغه په خبره هغوی ته دا معلومه شوې ده چې د ټاکنو له پاره مناسب نه دي او لږ چانس لري.

اپوزیسیون ټاکنې بایکاټ کړې

آن اپوزیسیون چې د سوریې رژیم یې زغمي دغه ټاکنې یې دومره غیر دیموکراتیک بللي دي چې هغه یې تحریم کړې. د اپوزیسیون د اتحاد د ملي همغږۍ کمېټې مشر حسن عبدالعاصم، ویلي دي چې حکومت هڅه کوي چې یوه سیاسي حل لاره له ناکامۍ سره مخامخ کړي.

امریکا متحده ایالات او ملگري ملتونه نه غواړي چې روانې ټاکنې په رسمیت وپیژني. هغوی ویلي دي چې دغه ټاکنې د سوریې د ولس د ارادې استازیتوب نه کوي. روسیه چې د ایران تر څنگ د اپوزیسیون نزدې متحد گڼل کیږي، په رسمي توگه په دې هکله چوپتیا غوره کړې ده.

د ژنیو د سولې خبرې اترې باید ادامه ومومي

په عمومي توگه دغه ټاکنې د ژنیو د خبرو اترو د دریم پړاو له پاره خلل رامنځ ته کوونکي انگیرل کیږی چې په پام کې ده د چهارشنبې په ورځ پیل شي. د دغو خبرو له پرمختگ سره روسیه هم لیوالتیا لري.

لا تر اوسه دغه خبرې اترې په لومړنیو پړاوونو کې بندې پاتې دي. آن د کړکیچ ښکیل اړخونه لا تر اوسه له یو بل سره مخامخ خبرو اترو ته نه دي کښیناستلي.

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ستیفن دیمېستورا، د خبرو اترو د نوي پړاو تر پیلیدو د مخه دا روښانه کړې وه چې غواړي د اساسي پوښتنو په هکله ژر خبرې پیل کړي. یوه له مرکزي موضوعاتو څخه د ملگرو ملتونو تر څارنې لاندې د ټولو سوریایانو له پاره آزادې او عادلانه ټاکنې دي. دغه څه باید د یوې احتمالي ۱۸ میاشتنۍ سولې په پای کې تر سره شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب