1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په سوریه کې چاودنې ۴۲ تنه وژلي

۱۳۹۵ اسفند ۶, جمعه

د سوریې په الباب کې یوې موټر بم چاودنې ۴۲ تنه وژلي دي چې ظاهرا د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش له لوري تر سره شوي وي. دغه ښار سوریایي یاغیانو چې د ترکیې له ملاتړ څخه برخمن دي د پنجشنبې په ورځ له داعش څخه نیولی وو.

https://p.dw.com/p/2YCfi
Syrien Bombenanschlag in al-Bab
انځور: picture-alliance/AA/E. Sansar

خبري آژانسونو د فعالانو له قوله رپوټ ورکړی دی چې د سوریې شمالي ښار الباب ته څیرمه د یوې موټر بم چاودنې په پایله کې ۴۲ تنه وژل شوي دي. لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان چې اپوزیسیون ته نزدې گڼل کیږي خبر ورکړی دی چې زیاتره قربانیان د اپوزیسیون جنگیالي وو. خو د دغه سازمان معلومات د کومې آزادې سرچیني له لوري نه دي تائید شوي.

ترکي پلوه سوریایي یاغیانو د پنجشنبې په ورځ له داعش څخه د الباب ښار د نیولو خبر ورکړی وو. د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان مشر رامي عبدالرحمان په خبره تر ۲۴ ساعتونو په لنډه موده کې برید کوونکي د ښار په شمال ختیځ کې په یوه سیمه کې موټر ته چاودنه ورکړې ده. د هغه په خبره لا هم په الباب کې د داعش جنگیالي شته.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې د مخه د ترکیې د دفاع وزیر فکری ویلي وو چې ياغیان «کابو په بشپړه توگه پر ښار باندې کنترول لري.» له الباب څخه به نوموړې تندلارې ډلې وتل د هغوی له پاره یو سخت گوزار وي، ځکه چې په عراق کې هم د موصل ښار چې د داعش پوخ سنگر گڼل کیږي عراقي ځواکونو تر اور لاندې نیولی دی. په دغه ځای کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ښار ختیځه څنډه لا تر مخه له داعش څخه آزاده کړی شوې ده.