1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریې کې آلماني جهادیان

سید ریاض (کیرستن کریپ)۱۳۹۲ مهر ۳۰, سه‌شنبه

ویل کیږي چې له آلمان څخه شاوخوا ۲۰۰ افراطي اسلامپاله کسان په سوریه کې جنگيږي. اوس داسې انديښنې رامنځ ته شوې دي چې دغه کسان کیدای شي آلمان ته له راستنیدو سره ځینې ستونزې رامنځ ته کړي.

https://p.dw.com/p/1A43H
انځور: picture-alliance/AP

د یوه جهادي له نظره سوریې ته د تگ له پاره ډیر دلایل شته. دغه کسان چې ځان ته «جهادیان» وایي په دې نظر دي چې په سوریې کې د یوه سیکولاره یعنې د «کافر» واکمن پر ضد «مقدسه» جگړه کوي، د سنیانو او شیعه گانو تر منځ په جگړه کې برخه اخلي او په دغه هیواد کې د یوه اسلامي دولت په رامنځ ته کیدو کې ونډه اخیستی شي.

په سوریه کې «آلماني کمپ»

د دغه شان اهدافو په پام کې نیولو سره ډیر شمیر سني افراطیان د سوریې په خاوره کې جنگیږي. د بریتانوي «جینز» مرکز د یوې نوې څیړنې له مخې د سوریې په خاوره کې دغه شان ۱۰۰۰۰ جهادیان موجود دي. د نوموړې څیړنې له مخې دغه کسان د القاعدې د نړیوال جهاد سره خواخوږي لري. دغه څیړنه دا هم په گوته کوي چې پر دې سربیره په سوریې کې له ۳۰ څخه تر ۳۵ زرو پورې داسې اسلامپالې هم شته چې په اصطلاح له نړیوال جهاد سره علاقه نه لري او یوازېنی هدف یې د بشارالاسد د حکومت راپرځول دي.

د «دیر شپیگل» په نوم د آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې د آلمان استخباراتي اداره اټکل کوي چې په سوریه کې شاوخوا ۲۰۰ آلماني جهادیان په جګړه کې ښکیل دي. د دغو کسانو ډیره برخه د نارد راین ویستفالن ایالت څخه دي. تر دې وروسته په ترتیب سره د هیسن، برلین، بایرن، او د هامبورگ له ایالتونو څخه سوریې ته یو شمیر کسان په جګړې کې د ونډه اخیستلو له پاره تللي دي. د دغو کسانو نیمایي برخه آلماني تابعیت لري. د دغو کسانو زیاتره برخه په اصطلاح «آلماني کمپ» کې اوسیږي چې زیاتره برخه یې د آلمان څخه تللي جهادیان جوړوي.

دا چې له آلمان څخه تلونکي داووطلبان په جگړه کې کوم نقش لوبوي اټکل یې گران کار دی. د آخن د تخنیک له پوهنځي څخه د سیاسي چارو کارپوه الکسندر هامن، وایي چې یوه خبره روښانه ده او هغه دا چې هغوی د جگړې په یوه داسې ډگر کې قرار لري چې په هغې کې تجربه لرونکي او په لوړه کچه مسلکي جنگیالي موجود دي.

یو شمیر نړیوالو جهادیانو لا تر مخه د بوسنیا، افغانستان او یا هم د عراق په جگړو کې گډون کړی دی چې له آلمان څخه د تلونکو اسلامپالو په پرتله ډیره تجربه او مهارتونه لري نو له دې امله به د آلمان اسلامپاله په قوي احتمال ډیر ژر له هغو ستونزو سره مخامخ شي چې ښایي د دوی له پاره د زغملو وړ نه وي. د هغه په وینا د جگړې د روزنې او تجربې د نه لرلو له امله په عمومي توگه له هغوی څخه د جگړې په ډگر کې کار نه شي اخیستل کیدای. هامن زیاتوي: «سړی د دې وضعیت په اړه د عراق او فلسطین له ساحو څخه پوهیږي چیرې چې ځوان اروپایي لویدیځوال د زړو جنگیالیو له لوري رد شول، ځکه هغوی د دې جگړې له پاره لازم مهارتونه نه لرل.»

ویره او محرومیت

خو آلماني اسلامپاله د عمل کولو توان لري. ځکه چې له ډیرې مودې څخه جهادي ډلو خپل کار مسلکي کړی او خپل غړي د ځانگړو مهارتونو له کبله په دندو گماري. هغوی داسې کسان لري چې د سازمان د مالي چارو کارونه پر مخ وړي او هغه کسان چې د رسنیو په برخه کې کار کوي او د انټرنیټ له لاري نوي کسان جذبوي. د هامن په نظر د سوریې په شان جگړه کې نویو مرسته کوونکو ته اړتیا ده. هغه زیاتوي: «د هغوی له پاره دا مهمه نه ده چې د ورځې په پای کې یو څوک له جګړې ژوندۍ راځي او که خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

د آلمان د داخلي استخباراتي ادارې د تازه څیړنې له مخې ډیری آلماني جهادیان، له سختو تجربو سره مخ دي. د دغو خلکو ډیر شمیر په عربي ژبه خبرې نه شي کولای او د خپلو نورو متحدینو سره ارتباط نه شي ټینگولای نو له دې امله د یوازیتوب احساس کوي. پر دې سربیره هغوی له نورو محرومیتونو څخه هم کړیږي، لکه د اوسیدو ځای او سمو خوړو ته لاس رسی نه لري. همدا شان هغوی له ناروغیو سره مخ دي او د خپل ژوندانه په اړه اندیښمن دي. د رپوټ له مخې روزنیز مرکزونه تل د بریدونو هدف گرځي.

هامن وایی، خبره گرانه ده چې وویل شي آلمان ته بیرته راتلونکي جهادیان په سورېې تر کومې اندازې پورې د خپلو تجربو تر اغیزې لاندې راغلي دي. د هغه په وینا د دې خبرې اټکل هم گران کار دی چې ایا تر راتلو وروسته به دغه کسان په آلمان کې ستونزې رامنځ ته کړي او که نه؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب