په سوریې کې د م م څارونکی پلاوی د تریمسه سیمې ته ورځي
۱۳۹۱ تیر ۲۶, دوشنبهاعلان
په سوریه کې د ملگرو ملتونو څارونکی ماموریت بیرته د تریمسه کلې ته ورغلی دئ چې خپلو پلټنو ته دوام ورکړي. د تیرې پنجشنبې په ورځ په دغه کلي کې یوه ډله ییزه وژنه تر سره شوې وه او اوس ئې په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کیږي.
د دغې ماموریت ویاندې ویلي داسې ښکاري چې په دغه برید کې د یوې خاصې ډلې کورونه په نښه کړای شوي وي چې زیاتره ئې د پوځ څخه د تښتیدلو سرتیرو او فعالینو کورونه دئ. د دغه برید له امله نړیوالې ټولنې د اسد پر رژیم باندې د لا ډیرو بندیزونو د لگولو غوښتنه کړې ده. په عین وخت کې په سوریه کې د سختو بریدونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.